تازه خبرونه
په دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
دا نندارتون د قطر د امیر خور المیاسه بنت حمد بن خلیفه آلثاني له لوري پرانیستل شو او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوهیمې څخه به د مې تر دېرشمې پورې د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي.
د قطر د دوحې اسلامي هنرونو په موزیم کې د «رڼا امپراتوري: د افغانستان لیدلوري او غږونه» تر سرلیک لاندې ستر نندارتون د دې هېواد د ۵زره کلن تاریخ، کلتور او هنري میراث د پېژندلو لپاره پرانیستل شو.
دا نندارتون د قطر د امیر خور المیاسه بنت حمد بن خلیفه آلثاني له لوري پرانیستل شو او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوهیمې څخه به د مې تر دېرشمې پورې د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي.
په دې نندارتون کې افغانستان د تمدنونو، کلتورونو او افکارو د یوه مهم څلورلاري په توګه له لرغوني پېر څخه تر اوسني(معاصر) پړاو پورې انځور شوی دی.
په نندارتون کې نږدې ۱۵۰ تاریخي او فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې شوي، چې لرغونپوهنیز توکي، فلزي صنایع، ښیښهییز آثار، خطي نسخې، ټوکران او د معمارۍ بېلابېل توکي او عناصر رانغاړي او د افغانستان د فرهنګي میراث پراخې بېلابېلې شتمني نندارې ته وړاندې کوي. د تاریخ مهم پړاوونه؛ لکه له اسلام وړاندې پېر، د اسلام خپرېدا او ورپسې فرهنګي او هنري بدلونونه، د نندارتون بنسټیزې برخې جوړوي.
د دې نندارتون له مهمو محورونو څخه یو هم د فرهنګي میراث ساتنه ده. د افغانستان د تاریخي آثارو او ودانیو د لرګيو لوی ماډلونه، د بیارغونې او ساتنې روانې هڅې ښيي او لیدونکي د افغان هنرمندانو له دودیزې معمارۍ او استادانه مهارتونو سره بلدوي.
د «رڼا امپراتورۍ» نندارتون د موضوعي او زماني جوړښت له لارې هڅه کوي، چې د افغانستان په اړه محدود او ناسم برداشتونه بدل او په نړیوال کلتور کې د دې هېواد تاریخي او هنري ونډه روښانه کړي. همدارنګه له لسیزو جګړو او کړکېچونو سره – سره د افغانستان د فرهنګي میراث زغم او پاتېکېدا، د دې نندارتون اړین پیغامونه دي.
ویل کیږي، چې لیدونکي به د دغو هنري آثارو او تعاملي نندارو له لارې د افغانستان له تاریخي ژورتیا، فرهنګي ارزښت او تلپاتې هویت سره نور هم ښه بلد شي.