روغتيا
په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو طرحه وارزول شوه
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2023/01/health-officials-.jpg)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ناسته کې د هېواد د روغتیایي وضعیت د ښه والي او د دولتي روغتونونو د اصلاحاتو طرحه وارزول شوه.
د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د اړتیا او د هېواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکیو مختصصینو د استخدام، په متوازن ډول د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه هراړخیر معلومات وړاندې کړل.
دغه راز په دې ناسته کې د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو، د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هېواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو د لاسرسي ډاډ او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو، د مسوولو ډلو د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو د طرحې برابرولو په اړه ډاډمنې پرېکړې وکړې.
روغتيا
د عامې روغتیا چارسمبالی سویس ته په خپل سفر کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له رییس سره وکتل
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې جلال جلالي په روغتیایي برخه کې پر پرمختګونو، اصلاحاتو، له نړیوالو بنسټونو سره همغږۍ او خبرو لپاره سویس ته تللی دی.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/IEA-WHO.jpg)
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي سویس ته په خپل سفر کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له رییس ټډروس اډهانوم سره وکتل.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې جلال جلالي په روغتیایي برخه کې پر پرمختګونو، اصلاحاتو، له نړیوالو بنسټونو سره همغږۍ او خبرو لپاره سویس ته تللی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د روغتیا نړیوالې ټولنې له رییس سره پر خبرو سربېره له نړیوالو ټولنو سره هم په بېلابېلو ناستو کې د ساري ناروغیو پر څارنه، روغتیایي خدماتو معیاري کولو، د پولیو له منځه وړلو، چارو ښه کولو، روڼتیا او نورو اړینو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نړیوالو ټولنو مسوولینو د روغتیا په برخه کې د همکاریو په اړه پخپلو ژمنو ټینګار کړی او په دې اړه یې د مرستو ژمنه وکړه.
روغتيا
د افغانستان یو پر درېیمه برخه اومیدواره میرمنې په ناروغتیايي مرکزونو کې زېږون کوي- یونیسف
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د اومیدوارۍ او زېږون د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/woman-children.jpg)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه اومیدواره میرمنې له روغتیايي مرکزونو پرته په نورو ځایونو کې زیږون کوي.
دې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې یوازې ۶۷ سلنه زېږېدنې د مسلکي روغتیاپالو پر مرسته ترسره کېږي.
یونیسف زیاته کړې؛ اومیدواره میرمنې باید له زیږون مخکې لږ تر لږه څلور ځله معاینه شي، خو یوازې یو پر درېیمه برخه میرمنې د معاینې لپاره روغتیایي مرکزونو ته نځي.
دې ټولنې ویلي، چې له روغتیايي مرکزونو بهر او یا د روغتیايي څانګوالو(متخصصینو ) له مرستې پرته د ماشوم زېږول د مور ژوند له پوره خطر سره مخ کوي.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د اومیدوارۍ او زېږون د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده.
اړوند خبرونه:
په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري – د روغتیا نړیواله ټولنه
تېر کال کې د زیږون پرمهال شاوخوا ۶۰۰ میندې مړې شوي
روغتيا
د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
د امرخېل د څرکندونو له مخې؛ د ګوزڼ واکسين دا کمپاين به د چنګاښ له اتلسمې تر بوویشتمې / د جولای له اتمې تر يوولسمې روان وي او د واکسيناسيون له لارې به ميليونونه ماشومان له دې ويروس څخه خوندي پاتې شي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2023/06/Polio.jpg)
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ نن دوشنبه د چنګاښ اتلسمه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ويلي، په دې کمپاین کې به شاوخوا اته میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم وي؛ واکسین شي.
د امرخېل د څرکندونو له مخې؛ د ګوزڼ واکسين دا کمپاين به د چنګاښ له اتلسمې تر بوویشتمې / د جولای له اتمې تر يوولسمې روان وي او د واکسيناسيون له لارې به ميليونونه ماشومان له دې ويروس څخه خوندي پاتې شي.
هغه زیاته کړې: د عامې روغتیا وزارت له قومي مشرانو، دیني عالمانو، استادانو وغوښتل، چې له واکسیناتورانو سره د دوی همکاري به په افغانستان کې د پولیو ناروغي له منځه یوسي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې تېره ورځ ویلي، چې د واکسین دغه کمپاین د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پیلېږي.
دې ټولنې له ټولو وګړو په ځانګړي توګه د کورنیو له مشرانو او والدینو غوښتي، چې له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان لپاره ونډه واخلي.
د ګوزڼ واکسين دوهيم پړاو ملي کمپاين تېره مياشت په ټول افغانستان کې د نړيوالو موسسو پر همکارۍ پيل شو او دغه کمپاين څلور ورځې دوام وکړ، چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په کې څه باندې ۱۱ اعشاریه ۲ ميليون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړ شول.
همدارنګه په افغانستان کې تېر اپریل د ګوزڼ واکسین لومړی پړاو پیل شو، چې په څلور ورځو کې شاوخوا ۱۱ میلیون له پېنځه کلونو څخه ټیټ عمره ماشومانو ته واکسین ورکړ شو.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم په کې د ګوزڼ ویروس ماشومان وژني. د دغه وزارت احصائې ښيي، چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې د کوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې د چارواکو پر وینا علت یې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل دي.
اړوند خبرونه:
د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو
-
نړۍ5 days ago
جو بایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو تېر او د کامالا هریس له نوماندۍ یې ملاتړ اعلان کړ
-
لوبی4 days ago
د ۲۰۲۴ المپیک لوبې راورسېدې، چې پوهېدا پرې اړینه ده
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا له اسلامي امارت سره مستقیمه مالي مرسته نه کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
په تېرو دوه کلونو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان د ناچاودو ماینونو قرباني شوي – اوچا
-
لوبی3 days ago
په پاریس اولمپیک کې د نرینه فوټبال په اړه له اړینو ټکو ځان خبر کړئ
-
تازه خبرونه2 days ago
د مس عینک پروژې د سړک جوړولو کار پیل شو
-
تازه خبرونه3 days ago
نړیواله ټولنه د مرستو پر ځای غوښتنې کوي – امیر خان متقي
-
تازه خبرونه5 days ago
مسکو ښايي په افغانستان کې کونسلي خدمات ډېر کړي – د روسیې سفیر