نړۍ

په راتلونکو ورځو کې له اسرائیلو سره خبرې اترې پایلې ته رسېدلی شي -احمد الشرع

هغه د چارشنبې پر ورځ په دمشق کې خبریالانو ته ویلي، چې له اسرائیلو سره امنیتي تړون یوه “اړتیا” ده او باید د سوریې هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی رامنځته او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې پلي شي.

Published

on

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي؛ شونې ده، چې له اسرائیلو د امنیتي تړون په اړه روانې خبرې په “راتلونکو ورځو” کې یوې پایلې ته ورسیږي.

هغه د چارشنبې پر ورځ په دمشق کې خبریالانو ته ویلي، چې له اسرائیلو سره امنیتي تړون یوه “اړتیا” ده او باید د سوریې هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی رامنځته او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې پلي شي.

سوریه او اسرائیل د یوې داسې هوکړې په اړه خبرې کوي، چې دمشق د اسرائیلو د هوايي بریدونو بندېدا او له سویلي سوریې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتلو ته هیله من کوي.

رویټرز په روانه اوونۍ کې راپور ورکړی؛ واشنګټن پر سوریې فشار راوړي، چې راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې مخکې یوې هوکړې ته ورسیږي.

احمد الشرع نیویارک ته له خپل احتمالي سفر څخه مخکې خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې دا ادعا رد کړه او وایي، چې امریکا دې د فشار راوړلو پرځای د منځګړیتوب رول ولوبوي.

هغه ویلي، چې اسرائیلو په سوریه کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر هوايي بریدونه کړي او د ډسمبر پر اتمه د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدا راپدېخوا له ۴۰۰ څخه ډېر ځله د سوریې خاورې ته راننوتلي دي.

احمد الشرع د اسرائیلو کړنې د سوریې د ثبات او یووالي په اړه د امریکا د اعلان شوې پالیسۍ خلاف بولي او وایي دا وضعیت “ډېر خطرناک” دی.

هغه زیاته کړې، چې دمشق د اسرائیلو او سوریې ترمنځ د ۱۹۷۴ کال تړون ته ورته تړون غواړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناپوځي زون د رامنځته کېدا لامل شو.

هغه ویلي، چې سوریه غواړي اسرائیلي ځواکونه له سویلي سوریې ووځي؛ خو اسرائیل غواړي د هرمون غر په ګډون په هغو سټراټیژیکو سیمو کې خپل شتون خوندي کړي، چې د ډسمبر له ۸ وروسته یې نیولي دي.

اسرائیلي وزیرانو ښکاره ویلي، چې دوی پدې سیمو د کنټرول ساتلو اراده لري.

احمد الشرع ویلي،  که امنیتي تړون لاسلیک شي؛ نو نورې هوکړې هم کېدی شي. که څه هم هغه جزئیات ورنکړل، خو وایي: د سولې تړون یا د اړیکو عادي کول لکه د ابراهیم تړونونه، چې د امریکا پر منځګړیتوب د څو مسلمانو هېوادونو او اسرائیلو ترمنځ لاسلیک شو؛ په اجنډا کې ندی.

هغه دا هم ویلي، چې د اسرائیلو له‌خوا د نیول شويو ګولان لوړو برخلیک په اړه بحث کول ډېر وختي دي؛ ځکه دا “ډېره لویه” مسئله ده.

د سوریې ځواکونه د جولای په میاشت کې سویدا ته واستول شول، چې د ډروز وسلوالو ډلو او بدوین جنګیالیو ترمنځ جګړه ودروي؛ خو تاوتریخوالی زیات شو، د سوریې ځواکونه د اعدام په ډول وژنو تورن شول او اسرائیل د سوریې په سویلي برخه، دفاع وزارت او په دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې بریدونه وکړل.

احمد الشرع د چارشنبې پر ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې بریدونه “پیغام نه، بلکې د جګړې اعلان” وباله او وایي، چې سوریې تر اوسه پورې د خبرو اترو د ساتلو لپاره له پوځي غبرګون څخه ډډه کړې ده.

Trending

Exit mobile version