تازه خبرونه
په روزګان ولایت کې سېلابونو لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه کړل
(Last Updated On: چنګاښ ۲۱, ۱۴۰۱)
په روزګان ولایت کې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه، لسګونه کورونه ویجاړ او کرنیزې ځمکې اوبو وړې دي.
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې (ARCS) په لسګونه سیلاب ځپلیو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشلې.
د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ له ۶۰ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د یکشنبې پر ورځ ۶۰ خیمې، ۲۴۰ کمبلې، ۱۸۰ د اوبو سطلونه، ۶۰ ترپالونه او ۱۳ د پخلنځي وسایل ووېشل شول.
د روزګان چارواکي وايي، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا په دغه ولايت کې د سېلابونو له کبله ٢٦ کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ییزو چارواکود څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوو ورځو کې د خاص روزګان، ګيزاب او چورې ولسواليو سېلابونو خلکو ته ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.