د هوا حالاتو بدلونونه
په سویس کې د یوه آلماني غره ختونکي کنګل شوی مړی موندل شوی

د DNA ازموینو تائید کړې، چې په سویس کې د ماتر هورن د نومیالۍ څوکې د جنوب ختیځ په یخچالي سیمه کې د هغه آلماني غره ختونکی مړی موندل شوی، چې ۳۷ کاله مخکې ورک شوی و.
د پنجشنبې پر ورځ د سویس په سویل لویدیځ کې پولیسو ویلي، چې د غره ختونکیو یوې ډلې د هغه آلماني مړی موندلی، چې د ۱۹۸۶ز. کال په سپتمبر میاشت کې ورک شوی و.
د جولای پر ۱۲ د ایتالیا پولې ته نږدې د تیودول پ یخچال کې غره ختونکیو د یوه سړي کنګل شوی مړی ومونده، چې بیا د څېړنو لپاره نږدې روغتون ته ولیږدول شو. جینیتیک ازموینو د دې سړي هویت تائید کړ، خو د سیمهییزو پولیسو لخوا پټ وساتل شو.
د هوا حالاتو بدلونونه
سیلابونو په نیویارک کې خلک او ترانسپورتي خدمات زیانمن کړي

له یوې اوونۍ پرلهپسې بارانونو وروسته د جمعې پر ورځ نیویارک په ښار کې سیلابونه د مترو خدمات ګډوډ کړل، د کورنو اپارتمانونو تلخونې له اوبو ډکې شوې او ځینې سړکونه پر کوچنیو سیندونو بدل شول.
رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا د ډېر نفوس لرونکي ښار نیویارک په ځینو برخو کې نږدې ۲۰ سانتي متره باران اوریدلی، چې ان اوبه د مرکزي پارک ژوبڼ ته ننوتي دي.
وړاندویېنه کوونکیو څرګنده کړې، چې څو انچه نور باران به هم راکښته شي.
د نیویارک والي کیتي هوچول د “ژوند ګواښونکيو” سیلابونو خبرداری ورکړ او د نیویارک ښار، لانګ تاپو او هډسن وادي لپاره یې بېړنی حالت اعلان کړ. د ملي ګارد ځینې سرتېري د مرستې لپاره هم ګمارل شوي دي.
په مامارونیک کې چارواکو د سیلابونو له کبله په ودانیو کې د بند پاتې خلکو د ژغورنې لپاره د بادي کښتۍ وکارولې.
چارواکو نیویارک ښاریانو ته خبرداری ورکړی، چې د سفر کولو څخه ډډه وکړي او که په تلخونو کې یې اوبه ډند شوي؛ له ځنډ پرته دې خوندي سیمو ته ووځي.
د اقلیم د پوهانو د څرګندونو له مخې، د نړۍ تودوخې د نړۍ په ډېرو برخو کې د هوا ډېرې سختې بېلګې رامنځته کړې دي.
د هوا حالاتو بدلونونه
د مایوي ځنګله د اور لګېدنې د مړو شمېر ۸۹ کسانو ته ورسېد

رویترز څرګنده کړې؛ چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي؛ له تېرې یوې پېړۍ راپدیخوا د امریکا د مایوي په ځنګلونو کې ترټولو وژونکې څلور ورځنۍ اورلګېدنې له کبله د مړو شمېر ۸۹ کسانو ته رسیدلی دی.
د زیان کچه د شنبې پر ورځ د پام وړ شوه؛ ځکه، چې د لټون ډلې له سپیو سره د لاهاینا کنډوالې چاڼ کړې.
دې څلور ورځنۍ اورلګېدنې د دې تاریخي ښارګوټی استوګنځي له مینځه یوړل، ودانۍ یې ویجاړې او موټرونه یې ویلي کړل.
د جاش ګرین والي د شنبې پر ماسپښین په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ، چې د مړو شمېر به نور هم لوړ شي؛ ځکه، چې نور جسدونه موندل هم شوي دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د مړو دا شمېر له هغه اوره رامنځته شوی، چې د سې شنبې پر ورځ یې لمبې پورته شوې. دا د هاوایی په تاریخ کې ترټولو بد طبیعي ناورین دی. په ۱۹۶۰ ز. کال کې ورته یوې اور لګېدنې ۶۱ کسان وژلي وه.
چارواکو د جمعې پر ورځ د لاهاینا اوسیدونکیو ته بېرته لویدیز مایوي ته د تلو اجازه پیل کړه. که څه هم د اور لګېدنې له سیمو څخه زهرجن لوګي پورته کېدل او د لټون عملیات روان ول.
د رویترز د راپور له مخې؛ په سلګونه کسان اوس هم ورک دي. په داسې حال کې، چې بشپړ شمېر یې هم څرګند شوی نهدی.
د دې سیمې ښاروال ویلي؛ دا ناورین د سې شنبې پر نیمه شپه له هغې وروسته پیل شو، چې له لاهاینا څخه شاوخوا ۵۶ کیلومتره لرې په کولا ښار کې د اور لګیدلو راپور ورکړ شو. شاوخوا پېنځه ساعته وروسته په لاهاینا کې برښنا قطع شوه.
پر هغه سهار په فیسبوک کې د خپاره شويو تازه معلوماتو له مخې؛ د مایوي ښاروال کاونتي ویلي، د سهار پر ۶:۳۰ بجو په لاهاینا کې پر درې جریبه ځنګله اور لګیدلی و؛ خو د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو کنترول شو.
ځینو شاهدانو ویلي، چې دوی له ګواښه لږ خبر ول او له داسې وحشت سره مخ ول، چې اور د دوی شاوخوا ښار په څو دقیقو کې ویجاړ کړ.
د فدرال بېړنیو حالاتو مدیریت ادارې د لاهاینا د بیارغولو لګښت ۵.۵ میلیارد دالر اټکل کړی، چې د څرګندونو له مخې یې له ۲۲۰۰ ډېرو ودانیو زیانونه لیدلي او یا هم ویجاړې شوې دي او له ۸۵۰ هکتاره ډېر ځنګل سوځیدلی دی.
د هوا حالاتو بدلونونه
د امریکا د الاسکا ایالت په مرکز کې بې ساري سیلاب ویجاړۍ رامنځته کړي

د متحده ایالاتو د الاسکا ایالت په پلازمېنه کې یو کنګل شوي بند مات شوی، چې د ښار چارواکي اړ شول، چې د اړوند سیمو لسګونو اوسیدونکیو ته د وتلو امر وکړی.
د هوا پېژندنې ملي ادرې د شنبې پر شپه راپورونه ترلاسه کړل، چې جونو ښار ته نږدې د مندنهال سیند ته سترې ونې راوغورزېدې، چې له کبله یې د اوبو کچه لوړه شوه او ساحلي سیمې یې لاندې کړې او لږ تر لږه یو کور ترې په پایله کې ویجاړ شو.
رویترز راپور ورکړی، چې د مندنهال د جهيل د اوبو کچه د یکشنبې پر سهار نږدې ۴.۶ مترو ته رسیدلې.
د الاسکا په مندنهال سیند کې د اوبو کچه د یکشنبې پر سهار راټیټه شوه؛ خو د ملي هواپېژندنې خدماتو څرګنده کړې، چې د سیمهییز وخت د سهار تر لسو بجو پورې د سیلاب خبرداری پخپل حال پاتې و.
تمه ده، چې دا ډول سخته هوا به د انسان لخوا د اقلیم د بدلون په پایله کې زیاتوالی ومومي او ساینس پوهانو راپور ورکوي؛ دې پدیدې د تودوخې په ریکارد کې لوی رول لوبولی، چې د جولای په میاشت کې شمالي امریکا، اروپا او چین ته رسیدلي.
تېر کال د اقلیم د بدلون او په نامعمولي ډول د سختو موسمي بارانونو له کبله کنګلونو ته د اوبو رسېدو د پاکستان لویې برخې تر اوبو لاندې کړې؛ فصلونو او بېخبناوو ته یې زیان واړاوه او لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان ترې مړه شول.
-
سوداگري5 days ago
د نړیوالې ټولنې میلیاردونو دالرو مرستې د افغانیو په ارزښت ساتلو کې مرسته کړې – بلومبرګ
-
لوبی5 days ago
امول نومي هندي شرکت په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
TTP په افغانستان کې میشت ده او روزنیز کمپونه لري – د پاکستان لومړی وزیر
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان ګوښهکېدا د حل لاره نهده – قطر
-
لوبی3 days ago
نوین الحق د کرکت له پنځوس اوریزو لوبو ګوښه شو
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
-
تازه خبرونه4 days ago
مغرضو کړیو د ملګرو ملتونو ټولنه یرغمل کړې او زمونږ پر ضد کارول کېږي – ذبیح الله مجاهد