سیمه ییز خبرونه
په عراق کې ان د یوه امریکایي حضور هم ډېر دی- د ایران رهبر د عراق ولسمشر ته

د ایران مذهبي رهبر علي خامنهيي د عراق له ولسمشر عبداللطیف راشد سره په کتنه کې ویلي، چې امریکا د باور وړ دوست نهدی او عراق باید په خپله خاوره کې امریکا ته اجازه ورنهکړي.
ایران له عراق او فارس خلیج سره په پولو کې د امریکايي ځواکونو د حضور مخالف دی او د لویدیځ پوځي مداخله په سیمه کې د ناامنۍ ریښه ګڼي.
د ایران دولتي رسنیو د خامنهيي د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: امریکایان د عراق دوستان نهدي؛ امریکایان له هیچا سره دوستان نهدي او خپلو اروپايي ملګرو ته هم وفادار نهدي.
د امریکا د ملي امنیت ادارې د پټو معلوماتو افشا کېدل ښيي، چې امریکا د اوکراین په ګډون د خپلو ملګرو هېوادونو جاسوسي کوي.
د ایران رهبر د عراق ولسمشر ته، چې د دواړو ګاونډ هېوادونو د اړیکو د ټینګولو لپاره یې له یوه پلاوی سره تهران ته سفر کړی؛ وویل: ان په عراق کې د یوه امریکایي حضور هم ډېر دی.
امریکا په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري لري او له سیمه ییزو ځواکونو سره د داعش پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي، چې په ۲۰۱۴ ز.کال کې یې دغه هېواد نیولی و.
عبدالفتاح راشد له امریکا سره د عراق اړیکو ته له اشارې پرته وویل: د عراق اصلي هڅه له ایران سره د اړیکو ژورول او د دواړو هېوادونو تر منځ د ځینو پاتې مسایلو حل کول دي.
سیمه ییز خبرونه
مصر به د عربي هېوادونو د بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب وکړي
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې غونډه کې به د فلسطینیانو د برخلیک په اړه جدي بدلونونه وڅېړل شي.

مصر په پام کې لري، چې ډېر ژر د عربي مشرانو یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې غونډه کې به د فلسطینیانو د برخلیک په اړه جدي بدلونونه وڅېړل شي.
د مصر بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د روان کال د فبرورۍ پر اووهویشتمه په دې هېواد کې د بېړنۍ غونډې له جوړولو خبر ورکړی دی.
د دې غونډې موخه د فلسطینیانو د برخلیک په اړه د جدي بدلونونو په اړه بحث کول دي.
دا سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز په اړه، چې سیمهییز او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي؛ د اسرائیلو پر مرسته به “د غزې تړانګه ونیسي” او ورسره په بل ځای کې د فلسطینیانو له میشت کولو وروسته “د منځني ختیځ ساحلي خط” رامنځته کړي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران ستر مذهبي مشر په تهران کې د حماس له لوړ پوړو مشرانو سره وکتل
خامنهيي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: ” تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي.”

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنهیي په تهران کې د حماس د لنډمهاله مشر خلیل الحیا او د دې فلسطیني غورځنګ له دوه نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.
خامنهيي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: ” تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي.”
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د حماس مشرانو، چې په کې د حماس د مشرتابه شورا مشر محمد اسماعیل دروېش او د دې ډلې یو لوړ پوړي چارواکی نزار عوضالله د غونډې په بهیر کې د غزې او لویدیځې غاړې د اوسني وضعیت او د دوی د لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
د حماس لنډمهاله مشر خلیل الحیا د غونډې په جریان کې د ایران له ملاتړ ستاینه وکړه.
خامنهيي د ایران پر وړاندې د امریکا د ګواښونو په ځواب کې اعلان وکړ: “د ایران پر وړاندې د امریکا ګواښونه زمونږ د ملت پر ذهنیت هیڅ اغېزه نلري.”
د ایران د مذهبي مشر او حماس د چارواکو ترمنځ دا لیدنه په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون د لاسلیک په پایله کې د دواړو خواوو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو تبادله روانه ده.
بنیامین نتنیاهو امریکا ته د خپل وروستي سفر او له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د غزې اوسیدونکي دې سعودي عربستان ته ولیږدول شي.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې په غزه کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به امریکا دغه سیمه ونیسي.
سیمه ییز خبرونه
له فلسطینیانو پرته څوک د فلسطین د برخلیک پرېکړه نشي کولی
د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د میشتېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.
په دې خبرپانه کې راغلي: «اسلامي امارت باور لري، چې دا ډول پلانونه نه یوازې د صهیونیسټي رژیم د ناوړو موخو ښکارندویي کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو سبب هم ګرځي».
د خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت له نفوذ لرونکو او عدالت غوښتونکو هېوادونو څخه غواړي، چې د دا ډول دسیسو پر وړاندې متحد، عملي او پخپل وخت دریځ غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د “اوږدمهاله مالکیت” په لټه کې ده او غواړي، چې د غزې فلسطیني اوسیدونکي اردن، مصر یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي او په دې هېوادونو کې ښکلي استوګنځایونه ولري.
-
تازه خبرونه3 days ago
افغانستان ته د نغدو پیسو لېږل روان ساتل شوي – د یوه امریکایي سناتور ادعا
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ د انټوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
افغانستان او چین په واخان دهلیز کې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
یونیسف په افغانستان کې د ۲۱۳ خوارځواکو ماشومانو له درملنې خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
سعودي عربستان د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو په اړه د نتانیاهو څرګندونې وغندلې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
مصر به د عربي هېوادونو د بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب وکړي
-
نړۍ2 days ago
د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی – ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان به له اسلامآباد څخه زرګونه افغان کډوال وباسي