سیمه ییز خبرونه

په عراق کې ان د یوه امریکایي حضور هم ډېر دی- د ایران رهبر د عراق ولسمشر ته

Published

on

د ایران مذهبي رهبر علي خامنه‌يي د عراق له ولسمشر عبداللطیف راشد سره په کتنه کې ویلي، چې امریکا د باور وړ دوست نه‌دی او عراق باید په خپله خاوره کې امریکا ته اجازه ورنه‌کړي.

ایران له عراق او فارس خلیج سره په پولو کې د امریکايي ځواکونو د حضور مخالف دی او د لویدیځ پوځي مداخله په سیمه کې د ناامنۍ ریښه ګڼي.

د ایران دولتي رسنیو د خامنه‌يي د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: امریکایان د عراق دوستان نه‌دي؛ امریکایان له هیچا سره دوستان نه‌دي او خپلو اروپايي ملګرو ته هم وفادار نه‌دي.

د امریکا د ملي امنیت ادارې د پټو معلوماتو افشا کېدل ښيي، چې امریکا د اوکراین په ګډون د خپلو ملګرو هېوادونو جاسوسي کوي.

د ایران رهبر د عراق ولسمشر ته، چې د دواړو ګاونډ هېوادونو د اړیکو د ټینګولو لپاره یې له یوه پلاوی سره تهران ته سفر کړی؛ وویل: ان په عراق کې د یوه امریکایي حضور هم ډېر دی.

امریکا په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري لري او له سیمه ییزو ځواکونو سره د داعش پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي، چې په ۲۰۱۴ ز.کال کې یې دغه هېواد نیولی و.

عبدالفتاح راشد له امریکا سره د عراق اړیکو ته له اشارې پرته وویل: د عراق اصلي هڅه له ایران سره د اړیکو ژورول او د دواړو هېوادونو تر منځ د ځینو پاتې مسایلو حل کول دي.

Trending

Exit mobile version