تازه خبرونه

په عربي متحده اماراتو کې له ۲۰۰۰ ډېر افغان کډوال په بند کې ساتل شوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو د څار ټولنې پر اماراتي چارواکو تور لګولی، چې له تېرو ۱۵ میاشتو راپدیخوا عربي متحده اماراتو پخپله خوښه په یوه کمپ کې څه باندې ۲۷۰۰ افغان کډوال بندي کړي دي.

د بشري حقونو څار ټولنې په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ د اماراتو د بشري مرستو په ښار کې ډېر افغانان په خفګان او نورو رواني ناروغیو اخته، حقوقي مشورو ته لاسرسی او د خپلو ماشومانو لپاره بشپړ ښوونیز خدمتونه نه‌لري.

په دې راپور کې د ابوظبي د تاسیساتو په اړه راغلي: د ژوند شرایط هم د پام وړ خراب شوي، د توقیف شویو کسانو ګڼه ګوڼه، د زیربناوو خرابیدل او د حشراتو د انتانات ښکارندویي کوي.

د متحده عربي اماراتو یوه چارواکي رویترز ته ویل، چې عربي متحده امارات د متحده ایالاتو او نورو نړیوالو شریکانو سره کار ته دوام ورکوي، چې له هوکړې سره سم په ټاکلي وخت کې پاتې ایستل شوي کډوال بېرته راستانه کړي. دغو چارواکو د دې تور په اړه څه ندي ویلي، چې افغانان يې په بند کې دي.

دغه چارواکو ویلي: مونږ پوهیږو، چې مایوسي شتون لري او دې کار د بشپړیدو لپاره ډیر وخت نیولی دی.

د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي، چې هېواد یې د ایستل شویو افغانانو د خوندیتوب، امنیت او وقار د ژوند ډاډمنولو ته ژمن دی او ورته د لوړ کیفیت کورونه، نظافت، روغتیا، مشورې، تعلیم او خوراکي خدمات وړاندې شوي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي، چې د عربي متحده اماراتو کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د دوی تبصرو غوښتنو او پوښتنو ته کوم ځواب ندی ورکړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دفتر، چې د افغانانو ځای پر ځای کول څاري؛ د بشري حقونو ډلې ته په یوه لیک کې ویلي، چې د امریکا ژمنې د اماراتو په بشري ښارګوټي کې د مستحقو افغانانو په ګډون – د بیا میشتیدنې لپاره پام وړ دي.

Trending

Exit mobile version