تازه خبرونه
په غزني او هرات ولایتونو کې ماین چاودنو ۲۱ ماشومانو ته مرګ او ژوبله اړولې
په غزني او هرات ولایتونو کې د جګړو د مهال د دوه ماینونو د چاودنې له کبله ۱۱ ماشومان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شول.
د راپورونو له مخې د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له مبله ۹ ماشومان وژل شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله نثار ويلي، چې دا پېښه پرون ماښام (د وري دولسمه) رامنځته شوې ده.
دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې دغو ماشومانو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي ماين سره لوبې کولې.
دغه راز د هرات ولايت په مربوطاتو کې هم د جګړې د مهال د يوه ماين د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او پېنځه نور ټپيان شول.
د هرات ولايت سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې دا پېښه تېره ورځ (يکشنبه د وري دولسمه) د هرات ولايت د رباطسنګي ولسوالۍ په خواجه تلختان کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو ورسره لوبې کولې.
ویل کیږي، چې ټپيان اړوند حوزوي روغتونونو ته ليږدول شوي دي.