تازه خبرونه
په غورولایت کې د ډبرو سکرو د کان کېندنې چارې پیل شوې
غور ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکو ويلي؛ د کان کېندنې تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی او تمه ده، چې د ورځې تر۵۰ ټنو پورې د ډبرو سکاره استخراج کړي.
د ډبرو سکرو د استخراج تړون د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار ته څېرمه حکومت له یوه سیمه ییز شرکت سره لاسلیک کړی او تمه، ده چې دا شرکت به د ورځې تر ۵۰ ټنو پورې د ډبرو سکاره استخراج کړي.
د غور د ډبرو سکرو د کان کیندنې شرکت مسوول شهریار واحد ویلي؛ د غور ولایت په الایار ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان کېندنې چارې په بریالیتوب پیل شوي، چې د ځان بسیاینې، پرمختګ او پرمختګ پر لور یو ډاډمن ګام دی.
د غور د کانونو او پټرولیم مشر عبدالحکیم حکمت وایي؛ د غور د ټولو ادارو او خلکو غوښتنه دا ده، چې د غور ولایت پر کانونو کار پیل شي، چې خلکو ته کار او روزګار پیدا شي.
که څه هم په دې ولایت کې لسګونه کانونه شته؛ خو په تېرو کلونو کې یې د استخراج لپاره هیڅ کار ندی شوی.
د غور ولایت د مقام استازي مولوي رحمت الله اماني وایي: مونږ په غور ولایت مې اتیا بېلابېل کانونه لرو، چې ډېري یې په تولک، شهرک، الایار او دولت یار ولسوالیو کې دي.
د غور امنیه قومندان احمدالله لبیب ویلي؛ مونږ په غور ولایت کې شرکتونو ته د کانونو او لارو د امنیت ډاډ ورکوو.
د غور اوسیدونکیو ویلي، چې د کانونو د کار له پيلېدو سره د دغه ولايت سلګونه اوسېدونکیو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوېده.
د غور اوسیدونکی عبدالخالق وایي: دېر خوښ یم، چې د دغه کان د کيندنې چارې پیل شوې او مونږ په کې کار پیل کړ؛ خو اړتیا ده، چې د دې ولایت ستونزو ته پاملرنه ډېره شي.
محمد قربان نومی یو بل کارګر وایي: اوس پخپل کور کې د کار لرونکي شو؛ سړکونه به مو جوړ شي او د کار لرونکي هم شوو. په تېر کې مو اولادونه ایران او پاکستان ته تلل او هلته یې د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کاوه.
د هېواد په دغه مرکزي ولايت کې د ډبرو سکرو پر کانونو سربېره د سرو زرو، مرمر ډبرو، ګچو او سیمابو کانونه هم شته دي.
د یادونې ده، چې یاد شرکت د ډبرو سکرو پر هر ټن ۲۴۰۰ افغانۍ دولت ته ورکوي او لسګونه کسان په کې کار کوي.