نړۍ
په فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول
د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لکورنو ویلي، د دغو ناکراریو پر مهال ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.
په فرانسه کې د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا پر وړاندې سراسري لاریونونه د شنبې پر ورځ پر تاوتریخوالي واوښتل، چې په کې د څو ښارونو د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې شوي، پلورنځي لوټ شول او اورلګېدلی دي.
د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لکورنو ویلي، د دغو ناکراریو پر مهال ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.
نوموړي دغه تاوتریخوالی« بېساری سخت» بللی دی.
لکورنو زیاته کړې: « دا معجزه ده، چې د قربانیانو شمېر له دې ډېر نهدی.»
چارواکو په سراسري لاریونونو کې د ګډونوالو شمېر ۵۵۰ زره کسان اټکل کړی؛ خو د« سيژیټ» کارګرو ټولنې دا شمېر ۸۰۰ زره کسان ښودلی دی.
دغه ناکرارۍ د زدهکوونکو له څو اوونیو اعتراضونو وروسته او د فرانسې د اپریل او مې میاشتو د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې رامنځته شوې دي.
پولیسو د لاریونوالو د خوارهواره کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو له شیندونکو موټرو کار واخیست. په مقابل کې، یو شمېر لاریونوالو د امنیتي ځواکونو پر لور شیان او اورلوبیز توکي وغورځول. د فرانسې په سویل کې د سناټین ښار د خلکو د کنټرول لپاره د کارېدونکي لاسي بم د چاودنې له کبله د یوه ۱۷ کلن هلک ښی لاس پرې شوی دی.
د پلورنځیو پراخ لوټ او ویجاړول
نقابلرونکو ځوانانو د پاریس، مارسي، نیس، نانټ، بورډو، لیموژ، لیل، ټولوز او سټراسبورګ په ښارونو کې پلورنځي پر نښه شول او سوپرمارکیټونه، درملتونونه، لوکس پلورنځي او د برښنايي وسایلو د پلور مرکزونه یې لوټ کړل.
په پاریس کې د فرانسې خبري آژانس خبریالانو لیدلي، چې د لاریونوالو ځینو ډلو د پلورنځیو د ښیښو له ماتولو او د توکو غلا کولو مخکې امنیتي کمرې له کاره غورځولې دي.
عامه ودانۍ هم د بریدونو هدف وګرځېدې. د لیموژ تاریخي ښاروالۍ ودانۍ، چې له ۱۴۰ کلونو ډېره مخینه لري، وروسته له هغې په اور کې تر ډېره ویجاړه شوه، چې نقابلرونکي لاریونوال ورننوتل. د مارسي او لیل ښاروالیو ته زیانونه واوښتل، په بورډو کې د پولیسو یو مرکز ویجاړ شو او د لیون ښار د ګرځندوی دفتر ته اور واچول شو.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي، چې د شتمنیو په ویجاړولو، عامه ودانیو بریدونو او لوټ کې ښکېل کسان به تر قانوني څار لاندې ونیول شي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس کډوالي د دغو ناکراریو لامل بللې ده.
نوموړي په ایکس پاڼه کې ادعا کړې، چې لوېدیځو هېوادونو د تنوع او خواخوږۍ پر نوم په ټولنه کې د کډوالو د ادغام موضوع له پامه غورځولې ده.
د ژوند د لګښتونو لوړېدل؛ د لاریونوالو د غصې اصلي لامل
دغه لاریونونه د « زېړو واسکټونو» غورځنګ لهخوا رابلل شوي وه. دغه غورځنګ اته کاله مخکې هم د سونتوکو د مالیاتو د لوړولو د پلان پر ضد پراخ لاریونونه کړي دي.
د ژوندانه د لګښتونو لوړېدل، چې په منځني ختیځ کې د جګړې له کبله رامنځته شوي؛ انفلاسیون هم تر یوه بریده زیات کړي، د اعتراضونو له مهمو لاملونو څخه و.لاریونوالو د هېواد له سیاسي مشرتابه او اقتصادي نابرابرۍ څخه هم نارضایتي څرګنده کړې ده.
رژین مونفرویډ، چې ښوونکې ده؛ په سټراسبورګ کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: « له دې ستړې شوې یوو، چې په لږو معاشونو د ژوند ګوزاره کوو او د کورونو کرایې مو پرلهپسې لوړېږي.»
په پاریس کې لاریونوالو د مکرون د استعفا غوښتنه وکړه او ځینو یې د ۱۷۸۹ز.کال د فرانسې انقلاب ته هم نغوته وکړه.
په مارسي کې لاریونوالو د ښاروالۍ دفترونو ته د ننوتو پر مهال شعارونه ورکول، چې« باسټیل به ونیسو».
د سیاسي کړکېچ زیاتېدل
دغه ناکرارۍ د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د فرانسې سیاسي کړکېچ زیات کړی او د دولت مخالفو څېرو هڅه کړې، چې له عامه نارضایتۍ ګټه واخلي.
د ښي اړخي افراطي ګوند نوماندې مارین لوپن بلواګر غندلي او خپل کیڼاړخي سیال ژانلوک میلانشون یې پر تاوتریخوالي د مشروعیت ورکولو تورن کړی دی.
هغې ژمنه کړې، چې خلک به د هغه څه پر وړاندې خوندي کړي، چې نوموړې د افراطي کیڼ اړخي تاوتریخوالی بولي.
میلانشون، چې د وروستیو لاریونونو او د زدهکوونکو د پخوانیو اعتراضونو ملاتړ یې کړی و؛ له ګډونوالو غوښتي، چې له لوټ څخه ډډه وکړي.
نوموړې ویلي، دغه ډول کړنې د غورځنګ له تګلارو سره سمون نهلري.
د ویجاړۍ پراخوالی او د نیول شویو کسانو شمېر د فرانسې د مهمې ټاکنیزې دورې په درشل کې د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
نړۍ
په جګړه کې له روسیې څخه د ټرمپ ملاتړ دردوونکی دی؛ هغه له مونږ سره خیانت وکړ- زیلنسکي
زیلنسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي:« د ولسمشر ټرمپ دا لوری غوره کول، زمونږ لوری نهدی او دا مونږ ته دردوونکې ده.»
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي وايي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې په جګړه کې د مسکو ملاتړ کوي، چې دا کړنه د اوکراین لپاره« دردوونکې» ده.
زیلنسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي:« د ولسمشر ټرمپ دا لوری غوره کول، زمونږ لوری نهدی او دا مونږ ته دردوونکې ده.»
هغه ویلي: له دې سره، چې ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړي رول ولري؛ ستونزه نهلري خو زیاتوي:« که د دواړو ترمنځ ولاړ یاست، باید پر همدې دریځ پاتې شئ.»
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا له ټرمپ څخه د خیانت احساس کوي؛ زیلنسکي څرګندوي: « رښتیا هم هو! خو موضوع زما له شخصي ولولو ډېره پېچلې ده.»
هغه زیاته کړې: د خواشینۍ ځای دی، چې یو پیاوړی ملګری له لاسه ورکوو.»
دغه راز د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی: « مونږ خپل هېواد نهپلورو. دا زمونږ لپاره سوداګري نهده؛ دا زمونږ ژوند او زمونږ هېواد دی.»
نړۍ
په یمن کې د انساني تلفاتو زیاتوالي روغتونونه د وړتیاوو له کمښت سره مخ کړي- د سره صلیب کمیټه
د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بېساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
سره صلیب د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړی؛ د جګړې د ټپیانو د شمېر زیاتوالي او په څو جبهو کې د نښتو له کبله د یمن روغتونونه تر سخت فشار لاندې دي، چې د دغه هېواد پر کمزوري روغتیايي نظام یې فشار نور هم زیات کړی دی.
د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بېساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي؛ په تېرو اوونیو کې د نښتو د نوې څپې له پیل راپدېخوا په یمن کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. دې نښتو له هغې وروسته هغې زور اخیستی، چې د ایران پر ملاتړ د حوثیانو او د سعودي عربستان پر ملاتړ د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روغتیايي چارو د همغږي کوونکي فراس ابوسمره د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو د درملنې په برخه کې کارکوونکي له خورا سخت فشار سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، چې په یمن کې یوازې لږ شمېر فعال روغتیايي مرکزونه د جګړې د ټپانو د هر اړخیزې درملنې وړتیا لري. په داسې حال کې، چې روغتونونه د جراحي وسایلو، د بېهوښۍ درملو، اکسیجن او درملو له کمښت سره مخ دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د یمن روغتیايي نظام له یوې لسیزې ډېرې جګړې، اقتصادي کړکېچ، بېځایه کېدا او د ناروغیو د خپرېدا له کبله سخت کمزوری شوی دی او که نښتې نورې هم شدیدې شي، ښايي روغتیايي نظام د تلفاتو د نوې او پراخې څپې د درملنې وړتیا ونهلري.
نړۍ
په امریکا کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان ووژل شول
د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.
د امریکا په جورجیا او پینسلوانیا ایالتونو کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.
په بله پېښه کې، چې د پینسلوانیا ایالت په ایري ښار کې شوې؛ نهه کسان، د دوه ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې پر ګډون وژل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې بریدګر هم د دې پېښې د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
د ایري ښار د پولیسو مشر ریک لورا دغه پېښه یو داسې سخت برید بللې، چې د پولیسو په ۲۸ کلنه کاري مخینه کې ورسره مخ شوی نهو.
پولیسو ویلي، د دغو وسلوالو بریدونو انګېزه اوس هم روښانه شوې نهده؛ خو ټاکل شوې، چې نور جزئیات یې په یوه خبري غونډه کې اعلان شي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایران کې نږدې ۶۰ زره افغان زدهکړیالان زدهکړې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoسعودي عربستان له افغانستان سره د لمریزې او بادي برښنا په پراختیا کې د همکارۍ ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغان بزګران د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له نويو لارو چارو کار اخلي- ملګري ملتونه
-
لوبی5 days agoافغانستان بنګلهدېش ته د ماتې ورکولو چانس ورنهکړ او لوبه مساوي پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoازبکستان د افغانستان د اوړو په بازار کې د روسیې او قزاقستان د ځای نیولو په لټه کې دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي آرامکو پر اداري ودانۍ د برید له کبله اور ولګېد
-
نړۍ3 days agoپه جګړه کې له روسیې څخه د ټرمپ ملاتړ دردوونکی دی؛ هغه له مونږ سره خیانت وکړ- زیلنسکي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي
