لوبی

په فیفا جام کې د ایران پر وړاندې د امریکا پر بري بایډن خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۱)

د سې شنبې پر ورځ په فیفا فوتبال نړیوال جام سیالیو کې د امریکا د بري لومړي مینه وال او ولسمشر جو بایدن خپله لیوالتیا هغه مهال په ډاګه کړه، چې د امریکا ملي لوبډلې ایران ته یو پر صفر ماته ورکړه.

جو بایدن د میشیګان د تکنالوژۍ کارخونې ته تلی و؛ خو د امریکا او ایران تر منځ د لوبې له پای ته رسیدو څو شېبې وروسته بېرته دریځ ته پورته شو او حاضرینو ته یې وویل، چې د امریکا لوبډلې ایران ته د «ب» ګروپ د دوه یمې لوبډلې په توګه یو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.

بایډن زیاته کړه: امریکا؛ یو، ایران صفر. لوبه پای ته ورسېده!

جو بایډن وایي: دا یوه لویه لوبه ده، کله، چې ما له روزونکيو او لوبغاړیو سره خبرې وکړې؛ ما وویل، چې تاسې یې ګټلی شئ؛ دوی دا وکړه.

نیویارک پوست راپور ورکړی؛ ۸۰ کلن بایدن د ښه خبر رسولو لپاره دومره لیواله و، چې هغه په ​​​​لومړيو کې د ټنګ تکور د غږولو یوې ډلې په ځان کې ښه ډوب کړ.

امریکا  یو، ایران صفر؛ لوبه پای ته ورسیده!

ولسمشر په پای کې دا خوشالي نوره هم وستایله او د U-S-A! امریکا! د خوښۍ؛ امریکا! امریکا! غږ یې  پورته کړ.

هغه ویلي: دوی دا وکړل، خدای دوی سره مینه لري!

امریکا په ګروپي لوبه کې ماتی نده خوړلې؛ د نومبر پر ۲۱ له ویلز سره یو د یو پر وړاندې او د جمعې پر ورځ له انګلستان سره صفر د صفر پر وړاندې مساوي شوه. مخکې له دې، چې ایران د کریستین پولیسیچ لخوا په لومړۍ نیمایي کې ګول وکړي.

امریکا به هڅه وکړي، چې خپله سیالي د شنبې پر ورځ د هالیند پر وړاندې بریالۍ ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version