تازه خبرونه

په مزار شریف ښار کې له یوې چاودنې ۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۴۰۱)

د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نن شنبه له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ د مزارشريف ښار د دوه‌يمې امنيتي حوزې اړوند په تبیان فرهنګي مرکز کې چاودنه رامنځته شوې ده.

کورنیو چارو وزارت په دې چاودنه کې د یاد مرکز د یوه ساتونکی وژل کېدل او د پېنځه خبریالانو په ګډون د اته کسانو ټپیي کېدل تائید کړي او وایي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټپیانو کې درې ماشومان هم شته، چې له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه په مرکز کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکو رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې په د مرکز مسوولینو غوښتل د غونډې پر مهال خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړي.

سیمه ییزو امنیتي چارواکو رسنیو ته څرګنده کړې، چې د تبیان فرهنګي مرکز مسوولینو د غونډې جوړولو په تړاو له امنیتي چارواکو سره هیڅ راز اړیکه نه وه نیولې او هغه کسان یې نیولي، چې د غونډې جوړولو چارې یې پر غاړه وې.

ویل کیږي، چې دغې غونډې ته یو شمېر خبريالان، ديني عالمان او ځینې سيمه ييز چارواکي هم ور بلل شوي وه.

دا لومړی ځل ندی، چې د تبیان پر فرهنګي مرکز برید کیږي؛ په ۲۰۱۷ ز. کال کې، یوه چاودنه، چې داعش یې پړه منلې وه، په کابل کې د دې مرکز په دفتر کې وشوه، چې له لسګونه کسانو یې خوږ ژوند اخیستی و.

تر اوسه هیچا د نننۍ پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو د اوړمې ورځي په ولایتي مقام کې د چاودنې مسوولیت داعش پرغاړه اخیستی، چې په کې د والي محمد داوود مزمل په ګډون دوه کسه وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version