سیمه ییز خبرونه
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.
د روسیې څېړنیزې کمیټې اعلان کړی، چې نن (سې شنبه د لیندۍ اووهویشتمه) په مسکو کې د دې هېواد د اتومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې بمي چاودنې له کبله وژل شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.
په دې پېښه کې د هغه مرستیال هم وژل شوی دی.
د کیف انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوکراین حکومتي چارواکو کریلوف په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو پر کارولو تورن کړی دی.
د اوکټوبر په میاشت کې بریټانیا پر کریلوف او د روسیې اټومي دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د زهرجنو موادو د کارولو له کبله بندیزونه لګولي وه.
