سیمه ییز خبرونه

په مسکو کې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

د رویټرز د راپور له مخې پولیسو ویلي، چاودنه د ځايي وخت له مخې د ماښام له ۸ بجو مخکې د مسکو د کودرینسکایا څلورلارې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده. دغه رسټورانټ د سټالین د دورې د مسکو له اووه لوړو ودانیو څخه په یوه کې موقعیت لري.

Published

on


د مسکو چارواکو ویلي، د شنبې پر ماښام د روسیې د پلازمېنې مسکو په مرکزي برخه کې د یوه لوکس رسټورانټ ترڅنګ د یوې ښځې له لوري لېږدول شوې کورني جوړ شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۱ نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپور له مخې پولیسو ویلي، چاودنه د ځايي وخت له مخې د ماښام له ۸ بجو مخکې د مسکو د کودرینسکایا څلورلارې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده. دغه رسټورانټ د سټالین د دورې د مسکو له اووه لوړو ودانیو څخه په یوه کې موقعیت لري.

د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې ویلي، یوې نامعلومې ښځې هڅه کړې وه، چې رسټورانټ ته ننوځي؛ خو امنیتي ساتونکي یې مخه نیولې ده.

د روسیې دولتي خبري آژانس«ریا نووستي» د راپور له مخې؛ دغه ښځه امنیتي ساتونکی او د بالزي روسي ایټالوي رسټورانټ یو پېرېدونکی په ورپسې چاودنه کې وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، ټپیانو ته د ټپونو کچه توپیر لري او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د روسیې دولتي خبري آژانس«ریا نووستي» له پېښې څخه یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې درندې وسلې سمبال امنیتي ځواکونه ښکاري. د پېښې ځای د خلکو پر مخ تړل شوی و.

چارواکو د وژل شویو او ټپیانو هویت نه‌دی څرګند کړی او نه یې ویلي، چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی.

روسیه له اوکراین سره د بشپړې کچې جګړې له پیل څخه نږدې پېنځه کلونه په جګړه کې ښکېله ده.

د روسیې د امنیت فډرالي ادارې(اف‌اس‌بي) د روان کال په پیل کې ویلي وه، چې د هغو وژنو او د وژنې د هڅو له لړۍ وروسته، چې مسکو یې پړه پر کیف اچولې؛ د لوړپوړیو پوځي چارواکو د ساتنې چارې به نورې هم پیاوړې کړي.

د «کومرسنت» ورځپاڼې د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چاودېدونکې توکي د دې لپاره جوړ شوي وه، چې د رسټورانټ د دوبي په بهرنۍ چوتره کې ناست میلمانه ووژني یا ټپیان کړي.

ورځپاڼې اټکل کړی، چې ښايي چاودنه د لرې کنټرول له لارې شوې وي او هغه ښځه، چې وسیله یې لېږدوله؛ ښايي نه پوهېده، چې دا چاودېدونکې توکي یا وسیله ده.

د رسټورانټ په اوبپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه ځای د شنبې پر ورځ د یوې ځانګړې غونډې لپاره تړل شوی و.

Trending

Exit mobile version