تازه خبرونه

په مکه او مدینه منوره کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي – د حج او اوقافو وزارت

نور محمد ثاقب د سې شنبې پر ورځ ( د زمري دوه‌یمه) د حج د مراسمو د بهیر د راسنېدنې د پای ته رسېدو په مراسمو کې څرګنده کړې، چې دوه کسان په ټرافيکي پېښه  مړه شوي، يو کس د وينې د لوړ فشار، يو هم د زړه د ناروغۍ، يو بل کس د شکرې له کبله، يو کس له تودوخې او ۲۱ نور پر طبیعي مرګ مړ شوي دي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۳, ۱۴۰۳

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څرګنده کړی، چې د سعودي عربستان په مکه مکرمه او مدینه منوره ښارونو کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي دي.

نور محمد ثاقب د سې شنبې پر ورځ ( د زمري دوه‌یمه) د حج د مراسمو د بهیر د راسنېدنې د پای ته رسېدو په مراسمو کې څرګنده کړې، چې دوه کسان په ټرافيکي پېښه  مړه شوي، يو کس د وينې د لوړ فشار، يو هم د زړه د ناروغۍ، يو بل کس د شکرې له کبله، يو کس له تودوخې او ۲۱ نور پر طبیعي مرګ مړ شوي دي.

نور محمد  ثاقب ویلي، چې په ۹۴ الوتنو کې ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي وه او وروستی کاروان یې پرون بېرته هېواد ته راستون شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې د حاجیانو د اوسېدو ځای حرم ته نږدې و او دوی ته په ورځ کې درې وخته مناسب او صحي خواړه برابرېدل. هغه زياته کړې، چې د حاجيانو لپاره د ټرانسپورتي خدمتونو ترڅنګ روغتيايي خدمات هم برابر شوي دي.

Trending

Exit mobile version