تازه خبرونه
په میدانښار کې له رامنځته شوې چاودنې د حزب اسلامي قومندان وژل شوی
د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د یو خصوصي پوهنتون په دروازه کې چاودنه شوې ده.
د تابش خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي امر عبیدالله سهاک ويلي، چې چاودنه د تابش خصوصي پوهنتون په دروازه کې رامنځته شوې؛ یو محصل وژل شوی او اته نور ټپیان دي.
د هغه په وینا، د یوه ټپي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د میدان ودرګ د ولایتي شورا منشي وحیدالله اکبرزوی آریانا نیوز ته ویلي؛ د چادونې موخه د حزب اسلامي برحال سیمه ییز قومندان او د دې پوهنتون زدکړیال(محصل) غیاث بلال و، چې په کې وژل شوی او دوه سرتېري ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې ویلي؛ په دې چاودنه کې د حزب اسلامي قومندان غیاث وژل شوی او پېنځه ملکیان ټپیان دي.
ویل کیږي، چې د حزب اسلامي قومندان غیاث بلال د دې پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې زدکړې کولې.
تردې دمه کومې ډلې د برید پړه نده منلې.
تازه خبرونه
عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
عبدالحق همکار یاد ریاست ته د ورپېژندلو په مراسمو کې د مسوولانو بدلون یو مهم اداري اصل وګاڼه او څرګندوي، چې په نظام کې هر چارواکی د مشرتابه د اطاعت پر بنسټ ورسپارل شوې دنده ترسره کوي او خلکو ته د هغې مطابق خدمات وړاندې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوی اجرائیوي رییس وټاکل شو.
عبدالحق همکار یاد ریاست ته د ورپېژندلو په مراسمو کې د مسوولانو بدلون یو مهم اداري اصل وګاڼه او څرګندوي، چې په نظام کې هر چارواکی د مشرتابه د اطاعت پر بنسټ ورسپارل شوې دنده ترسره کوي او خلکو ته د هغې مطابق خدمات وړاندې کوي.
همکار وایي؛ څرنګه، چې نن په افغانستان کې له ورځني ژوند څخه تر اقتصادي پرمختګ پورې هرڅه له برښنا سره تړلي دي؛ نو په دې برخه کې د ډېرو نورو خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي په کابل کې د یوناما له چارسمبالې سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې کابل ته د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د سفر، له نشهیي توکو سره د مبارزې او د دوحې بهیر په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو د پرمختګ او راتلونکو غونډو او نورو اړوند مسلو په اړه بحث وشو.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي درویشتمه) په کابل کې د یوناما له چارسمبالې(سرپرست مشرې) جورجټ ګانیون سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې کابل ته د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د سفر، له نشهیي توکو سره د مبارزې او د دوحې بهیر په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو د پرمختګ او راتلونکو غونډو او نورو اړوند مسلو په اړه بحث وشو.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر خان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د دوحې بهیر په کاري ډلو کې د قناعت وړ پرمختګ کړی، خو مخالف لوري تر اوسه ندي توانیدلي، چې د بدیل معیشت او بانکي ستونزو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
د متقي د څرګندونو له مخې، اړینه ده، چې اړوند خواوې اغېزمن ګامونه پورته کړي او په نورو سکټورونو کې هم پرمختګ وکړي.
ګانیون د دې میاشتې په پای کې د میرمن رزماري ډیکارلو سفر ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغې د دوحې بهیر د دوه کاري ډلو د تېرو غونډو پایلې هم مثبتې و ارزولې او یادونه یې وکړه، چې دې برخې ته به ډېره پاملرنه وشي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره مو سوداګري روانه ده – هند
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې (PIB) ویلي، چې د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو په ټولنیزو رسنیو کې یو جعلي لیک له ناسمو معلوماتو سره خپور کړی دی.
د هند حکومت د سې شنبې پر ورځ(د مرغومي درویشتمه ) د ځینو پاکستانيو ټولنیزو رسنیو دا ادعاوې رد کړِې، چې ګویا د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري په ایران کې د ناکراریو له کبله ځنډول شوې او دا راپورونه یې دروغ او ګمراه کوونکي وبلل.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې (PIB) ویلي، چې د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو په ټولنیزو رسنیو کې یو جعلي لیک له ناسمو معلوماتو سره خپور کړی دی.
د دې ادرې په یوه پیغام کې لیکل شوي: “د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو لهخوا یو جعلي لیک خپریږي او پر دروغو ادعا کوي، چې هند په ایران کې د ناکراریو د شدت له کبله له افغانستان سره خپله سوداګري لننډمهاله ځنډولې ده.”
د هند حکومت ټینګار کړی؛ په دې اړه هیڅ پرېکړه نده شوې او له افغانستان سره سوداګریز عملیات په عادي ډول روان دي.
-
سوداگري2 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
سوداگري2 days agoد سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته
-
تازه خبرونه23 hours agoپه امریکا کې پر جرمونو ککړ یو افغان ونیول شو
-
لوبی2 days agoد افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
-
نړۍ3 days agoاسرائیلو پر ایران د امریکا د شوني برید له کبله د لومړۍ کچې امنیتي چمتووالی نیولی
-
تازه خبرونه2 days agoولې نور هېوادونه له افغانستان څخه امنیتي اندېښنه نلري؟ – د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر
-
توسعه5 days agoتوسعه: په افغانستان کې د وارداتو او صادراتو زیاتېدا
-
نړۍ2 days agoد ایران د انټرنېټ فعالولو په اړه به له ایلان ماسک سره خبرې وکړم – ټرمپ
