نړۍ
په نایجریا کې وسلوالو بریدګرو ۱۶ کسان وژلي
(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۴۰۲)
فرانس خبري اژانس د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د نایجریا د شمال د پلاټئو ایالت په بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
په دې سیمه کې تل شپانه او کروندګر شخړې کوي.
د راپورونو له مخې، دغه برید په موسو کلي کې رامنځته شوی دی.
د نایجیریا اردو سمدلاسه د رسنیو غوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
پلاټئو د نایجیریا د منځني کمربند په توګه پېژندل کیږي. په وروستیو کلونو کې له ډلهییزو نښتو سلګونو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د مې په میاشت کې د کروندګرو او مالدارانو ترمنځ له سل ډېر کسان ووژل شول.