تازه خبرونه
په ننګرهار د موسمې ناروغیو کچه لوړه شوې
د ماشومانو د واټ متخصص ډاکټر سهراب خان شینواری وایي؛ په لویانو کې تفسي، ډينکي تبې، دماغي ملاریا او په کوچنیانو کې سینه بغل، برانشونو ناروغۍ زیاتي شوې دي.
د ننګرهار ولایتي روغتون ډاکټرانو ويلي؛ په لویانو او کوچنیانو کې د موسمي ناروغیو کچه له پخوا لوړه شوې ده.
د ماشومانو د واټ متخصص ډاکټر سهراب خان شینواری وایي؛ په لویانو کې تفسي، ډينکي تبې، دماغي ملاریا او په کوچنیانو کې سینه بغل، برانشونو ناروغۍ زیاتي شوې دي.
د داخلې متخصص ډاکټر احمدشاه دولتزی وايي؛ دا ناروغۍ د بېلابېلو لاملونو له کبله پیداکیږي او که کورنۍ ځينې وقایوي تدابیر مراعت کړي، تر یوه بریده له دې ناروغيو خوندي کیدلی شي.
د فاطمة الزهرا په ولایتي روغتون کې پر بستر پراته ناروغان بیا د دې روغتون له خدمتونو تر ډېره راضي دي.
د فاطمه هزرا ولایتي روغتون مسوول ډاکټر فضل الله سیرت وايي؛ د ناروغانو د درملنې لپاره پوره چمتوالي لري او په تېره یوه میاشت کې يې ۱۲۲۰ بستر ناروغانو ترڅنګ د ۱۳ زره ۵۲ له بستر بهر ناروغانو درملنه ترسره کړي ده؛ ۸۹ واړه، ۴۶۰لوی عملیات، ۹ سوه ۶۶ ټلویزوني، ۸ زره ۹ سوه ۳۴ لابراتواري معاینات، ۴ سوه ۷۴ ایکسريې، ۴۰۰ سوه ۷۷ ولادتونه، ۲۸ سیزارین او د چپرهارولسوالۍ د تریلي، د فارم هډي کلینک او د شېرزاد ولسوالۍ د او ارسي ډي موبایل کلینک سره د دارو درملو مرسته د دغه روغتون مسولین خپل نور ترسره کړي فعالیتونه یادوي.
د دغه ولایت پراخه نفوس او د دغه روغتون مراجعينو ډېروالي ته په کتو دوی له يو شمېر مرستندویه بنسټونوغواړي، چې د دارو درملو او وسایلو په برخه کې دې ورسره اړیني مرستې وکړي.
ویل کیږي، چې يو شمېر نور دولتي روغتونونه او کلینکونه هم شته، چې ناروغانو ته بېلابېل ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.