تازه خبرونه
په ننګرهار کې ناڅرګندو وسلوالو یو ډاکټر وژلی
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکو د سې شنبې پر سهار څرګنده کړې، چې په جلال آباد ښار کې د یوه ډاکټر په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند فريد خان ويلي؛ نن اته بجې ناڅرګندو وسلوالو د جلال آباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند نصرت لیسې ته نږدې د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ خونې د انجنير قاسم يوسفي د زوى ډاکتر ميهن يوسفي پر ټوډي موټر ډزې کړي دي.
له برید وروسته اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې د ډاکټر میهن یوسفي د کرولا موټر پر دروازه ګولۍ لګېدلي دي.
فرید خان زیاته کړې، چې په دې برید کې ډاکتر ميهن يوسفي له دوه امنيتي ساتونکیو سره هغه مهال وژل شوي، چې د کار پر لوري روان ول.
هغه وایي بريدګرو له سيمې بریالۍ تېښته کړې؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت یا یونام د دوشنبې پر ورځ د موخه ییزو وژنو په ځانګړي توګه د مدني ټولنې د مخکښانو او د رسنیو د کارمندانو په اړه یو نوی راپور خپور کړ.
د یادونې ده، چې دغو بریدونو د خلکو ډاډمن ژوند له وېرې دک کړی دی او هیڅوک یې پړه هم پر غاړه نه اخلي.