تازه خبرونه
په نورستان کې سېلابونو لسګونه څاروي له منځه وړي
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ سېلابونه د کامدېش ولسوالۍ د نانګل په کلي کې راوتلي، چې له کبله یې شاوخوا ۷۰ څاروي، لکه: غواګانې، خوسکي، وزې او پسونه له منځه تللي دي.
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او ږلۍ له کبله سېلابونه راوتلي او د سیمې خلکو ته یې درانده زیانونه اړولي دي.
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ سېلابونه د کامدېش ولسوالۍ د نانګل په کلي کې راوتلي، چې له کبله یې شاوخوا ۷۰ څاروي، لکه: غواګانې، خوسکي، وزې او پسونه له منځه تللي دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي؛ وروستیو بارانونو او ږلۍ د خلکو مالدارۍ ته پراخ زیانونه اړولي او یو شمېر کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.
هغوی له اړوند ادارو او مرستندویو بنسټونو غوښتنه کړې، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د نورستان رسنیز دفتر هم د دې پېښې په اړه د خواشینۍ له څرګندولو سره ویلي؛ اړوندې ادارې به د زیانونو د ارزونې او د اغېزمنو کورنیو د ستونزو د حل لپاره لازم هڅې وکړي.