لوبی
په نړیوال جام کې د ټرمپ ناندریزه سلاسوهنه؛ فیفا بالوګون ته د بلجیم پر وړاندې د لوبې اجازه ورکړه
دغه راز د بلجیم فوټبال فډراسیون ویلي، چې له دې پرېکړې «حیران» شوي او د قانوني غوراویو پر ارزونه بوخت دی.
فیفا په بېساري پرېکړه کې د امریکا د ملي لوبډلې د لوبغاړي فلارین بالوګون بندیز وځنډاوه او هغه ته یې اجازه ورکړه، چې د دوشنبې پر ورځ د بلجیم پر وړاندې د منځلوبو په پایلوبه ولوبیږي.
راپورونه وایي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً د فیفا له مشر جاني انفانټینو څخه غوښتنه کړې وه، چې د دې لوبغاړي پر بندیز بیاکتنه وشي.
دې پرېکړه د فیفا د انضباطي بهیر پر نړیواله کچه پاملرنې راواړولې؛ د بلجیم سخت غبرګون یې راوپاراوه او بحثونه یې له تخنیکي فوټبال څخه د سیاست او فوټبال اړیکې ته راواړول.
په لنډ وخت کې دا موضوع د ټورنمنټ له تر ټولو جنجالي رسنیزو مسایلو څخه شوه او شنونکي یې اړ کړل، چې ووایي: آیا فیفا عدالت مراعات کړی او که یې خپل قوانین کمزوري کړي دي.
فیفا تر اوسه د رسنیو د غوښتنو په ځواب کې د دې پرېکړې او د ټرمپ او انفانټینو د اړیکې په اړه جزئیات نهدي ورکړي.
بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې په ۲–۰ لوبه کې درېیم ګول کړی و؛ خو په دوهیمه نیمایي کې د تاریک محرمویچ پر وړاندې د خطا له کبله سور کارت واخیست.
هغه د VAR له بیاکتنې وروسته له ډګر وایستل شو؛ خو د امریکا د ملي لوبډلې روزونکي مائوریسیو پوچیټینو ویلي وه، چې دا صحنه د سره کارت وړ نهوه.
راپورونه وایي، ټرمپ په ټیلیفوني اړیکه کې د فیفا له مشر څخه د دې اخراج د بیاکتنې غوښتنه کړې وه. فیفا اعلان کړی، چې بالوګون کولی شي لوبه وکړي؛ خو سور کارت په بشپړ ډول لغوه شوی نهدی.
د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د انضباطي اصولو د ۲۷ مادې له مخې د بندیز عملي کېدل د یو کال لپاره وځنډول شول.
همدارنګه ویل شوي، که نوموړی په دې موده کې ورته سرغړونه وکړي؛ بندیز به بیا عملي شي.
فیفا ټینګار کړی، چې په ځینو مواردو کې د بندیز د بشپړ یا جزوي ځنډولو واک لري.
ترمپ په ټولنیزو رسنیو کې له فیفا مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه یوه «لویه بېعدالتي» سمه کړه.
د امریکا فوټبال فډراسیون دا پرېکړه منلې؛ خو ځینو لوبغاړو ویلي، چې دوی دا خبر یوازې د روزنې پر مهال د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کړی و.
کریسټین پولیسیچ ویلي:« لومړی مو فکر وکړ، چې رښتیا نهده؛ خو، چې پوه شوو رښتیا ده، ښه خبر و.»
مائوریسیو پوچیتینو هم دا پرېکړه عادلانه بللې او ویلي یې دي، چې په فوټبال کې ډېر کسان د بندیز له پرېکړې سره موافق نهول.
دغه راز د بلجیم فوټبال فډراسیون ویلي، چې له دې پرېکړې «حیران» شوي او د قانوني غوراویو پر ارزونه بوخت دی.
دې فډراسیون ټینګار کړی، چې د فیفا د اصولو له مخې سور کارت باید اتومات د راتلونکې لوبې د بندیز لامل شي او دا پرېکړه د سیالیو له مقرراتو سره په ټکر کې ده.
په پای کې ټاکل شوې لوبه به د دوشنبې پر ورځ په داسې فضا کې ترسره شي، چې دا پرېکړه د نړیوال جام له تر ټولو جنجالي موضوعاتو څخه ګرځېدلې او د فیفا د صلاحیتونو په اړه بحثونه اوس هم روان دي.