سوداگري
په نږدې راتلونکې کې به ۱۸ ټنه جلغوزي د ځمکې له لارې ایتالیا ته صادر شي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان اته لس ټنه جلغوزي د یوه خصوصي شرکت لخوا د نړیوال پروسس له معیار سره سم ایتالیا ته صادر شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې بهر ته د ۱۹ ميليون امريکايي دالرو پر ارزښت جلغوزي صادر شوي او دا شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په هېواد کې هر کال د جلغوزيو ۳۰ زره ټنه حاصلات را ټوليږي. له دې مخکې خصوصي سکتور شکايت کړی و، چې د افغانستان جلغوزي په ټيټه بيه پاکستان ته صادريږي او هغه هېواد يې له پروسس وروسته په خپل نوم بهرنيو مارکيتونه ته لېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې هر کال د جلغوزيو ۳۰ زره ټنه حاصلات را ټوليږي او د هرې میاشتې له تېرېدو سره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د جلغوزیو صادرات د زیاتوالي په حال کې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخوندزاده جواد وایي: دا نوي صادارت به د ځمکې له لارې لومړی له افغانستان څخه ترکیې او له تر کیې بیا ایتالیا ته صادریږي او مونږ په کور دننه اوس د دې وړتیا لرو، چې خپل تولیدات اروپايي بازارونو ته ستندرد پروسس کړو.
د افغانستان د صنایو او کانونو خونې غړیو د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال ۳۰زره ټنه جلغوزي تولیدوي، چې په تېرو کلونو کې چین، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هند او پاکستان ته د هوا او ځمکې له لارې صادریږي.
د کابل د صنایعو او کانونو خونې اجرائیه رییس محمد کریم عظیمي وایي: مونږ ایتالیا ته د افغان جلغوزیو صادرات اړین بولو اوس په افغانستان کې د صادراتو په برخه کې پوره وړتیاوې لرو. باید د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې که د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو د ترانزیت ستونزې اواري کړي؛ په افغانستان کې د وچې او تازه میوو په ګډون د صادراتو لپاره پوره وړتیاشته.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: اروپايي بازارونو ته د هېواد د جلغوزیو رسول ډېر اړین دي. د جلغوزیو تر څنګ مونږ په هېواد کې نور اړین سوداګریز او صادراتي توکي لرو، چې باید صادراتو ته یې زمینه برابره شي.
د افغانستان د جلغوزیو په ګډون د دغه هېواد نوره وچه میوه په چین کې ښه بازارونه لري.
چینایي سرچینو له دې مخکې ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره د توکو په صادراتو کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د تېر یو کال راپدیخوا د نظام له بدولون وروسته د هوايي دهلېزونو له بندېدو سره له دغه هېواد څخه د وچې میوې صادرات ټکني شوي دي.