سوداگري

په نیمروز بندر کې د بې کیفیته تېلو ۲۶ تانکرونه بېرته ایران ته مسترد شول

Published

on

په نیمروز ولایت کې د بې کیفیته تېلو(ډیزل) ۲۶ ټانکرونه، چې اړوند معیارونه یې پوره نه ول؛ د ملي ستندرد ادارې لخوا بېرته ایران ته مسترد شول.

په نیمروز ولایت کې د ستندرد ملي ادارې د تېلو دغه تانکرونه د لابراتوار له ازموینې وروسته، چې پایله یې منفي ثابته شوه؛ بېرته ایران ته ولېږدول.

په دې وروستيو کې د ملي ستندرد ادارې پر کلک هوډ او نیت د بې کيفيته نفتي توکو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د دې ادارې مسوولين له ټولو درنو سوداګرو غواړي، چې هېواد ته بې کيفيته توکي راوارد نکړي. که نه؛ نو له ستونزو سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د ملي ستندرد ادارې څو ځلې د هېواد په بندرونو کې د بې کيفيته تېلو لېږد رالېږد مسترد کړى دى.

Trending

Exit mobile version