نړۍ
په نیویارک ښار کې له اورلګېدنې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي
د نیویارک ښار د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي ۱۹) د نیویارک د برونکس په یوه اپارتمان کې د اورلګېدنې له کبله د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د نیویارک ښاروال ایرک اډمز د پېښې په تړاو ویلي، چې اورلګېدنه سهار مهال ۱۱۲ بجې په ۱۹ پوړ کې رامنځته شوې؛ ۶۰ کسان روغتون ته استول شوي، چې د ۳۲ روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د ښار د اور وژنې کمیشنر ډینیل نیګرو خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د اور لګېدو لامل تر څېړنې لاندې دی.
نوموړي ویلي، چې ډېري کسان لوګیو زیانمن کړي دي؛ خو نږدې ۲۰۰ اوروژونکیو ډېري خلک وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په فلاډلفیا ښار کې د چارشنبې پر سهار له یوې اورلګېدنې د اته ماشومانو په ګډون دولس کسان وژل شوي.