تازه خبرونه
په نیویارک کې شانګهای همکاریو ټولنه او ملګري ملتونه پر افغانستان راوڅرخېدل
د دې ټولنې د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته د جون پر شپږویشتمه د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکز کې ترسره شوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه اندونه وړاندې کړي دي.
د شانګهای همکاریو ټولنې(اسسیاو) سرمنشي ویلي، چې د دې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ په څلورم پړاو مشورو کې د افغانستان وضعیت او د دې هېواد د ثبات لپاره هڅې د خبرو بنسټیز ټکي وه.
د دې ټولنې د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته د جون پر شپږویشتمه د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکز کې ترسره شوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه اندونه وړاندې کړي دي.
د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو پلاوي د «اقلیم، سولې او امنیت» د اړوند اجنډا په چوکاټ کې د خپلو فعالیتونو، د افغانستان د ثبات لپاره هڅو او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې د مرستو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
همداراز د شانګهای همکاریو ټولنې پلاوي مقابل لوري ته د دې بنسټ د راتلونکي سرمشریزې د چمتووالي، د قرغزستان د دورې د غونډو د پایلو او د بنسټ د اصلاحاتو د بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.
د شانګهای همکاریو ټولنې سرمنشي ویلي، چې دا مشورې په رغنده چاپېریال کې ترسره شوې دي.