نړۍ

په نیپال کې د راغورزېدلې الوتکې د ۲۲ قربانیانو جسدونه ومندل شول

Published

on

د نیپال د لټون او ژغورنې ډلو د سې شنبې پر ورځ د هغې الوتکې د ۲۲  کسانو مړي او توره بکسه موندلي، چې دوه ورځې مخکې په ​​همالیا کې راغورزېدلې وه.

د ډیویلنډ کاناډا DHC-6-300 په الوتکه کې دوه آلمانیان، څلور هنديان او ۱۶ نیپالیان دي، چې د یکشنبې پر سهار له الوتنې ۱۵ دقیقې وروسته د مرکز غربي لوري ته راغورزېدلې ده.

دا یوه توریستي او ګرځندویه الوتنه وه.

د نیپال د ملکي هوایي چلند ریاست ویاندې کانا ویلي، چې الوتکه یوازې د غږ یوه بکسه لرله، چې یوازې یې د ځمکنی غږ ثبتاوه.

هغې زیاته کړې؛ ټول جسدونه او توره بکسه موندل ، چې له پېژندلو وروسته به یې کورنیو ته وسپارل شي.

نیپال، د نړۍ اته ترټولو لوړ غرونه لري، چې ورته پېښې په کې رامنځته کیږي.

د ۲۰۱۸ کال په پیل کې له داکا څخه کتمنډو ته پرلاره یو الوتکه، چې ۷۱ کسان په کې سپاره ول د راکښته کېدو پر مهال یې اور واخیست او ۵۱ کسان په کې ووژل شول.

Trending

Exit mobile version