نړۍ
په هایتي کې زلزلې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه کړي
د هایتي چارواکو ویلي؛ د دې هېواد په سویل لویدیځې برخې کې د زلزلې له کبله له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان دي.
د هایتي چارواکو ویلي، چې زلزلې خلکو ته د پام وړ مالي زیان هم اړولی دی.
د چارواکو په وینا؛ په پېښه کې څو کورونه، جوماتونه، ښوونځي او د عامه ګټو نورې ادارې ویجاړې شوې دي.
د امریکا ځمکپوهانو ټولنې پرون د زمري پر ۲۳ په هایتي کې د رښتر پر کچه د ۷.۲ درجې زلزلې وړاندویېنه کړې وه.
د زلزلې مرکز د هایتي له پلازمېنې ۱۲۵ کیلومټره لرې لویدیځ لوري ته په پورتو پرنس کې پروت دی.
د هایتي چارواکو ویلي، چې د ژغورنې عملیات پیل شوي او د هایټي لومړي وزیر هم سیمې ته سفر کړی دی.
په ۲۰۱۰ کال کې د دغه هېواد پورتو پرنس ښار د ریښتر پر کچه له ۷ لوړې درجې زلزلې له خاورو سره خاورې کړ.
دغې زلزلې له ۲۰۰ ډېر خلک مړه کړي وه.