سیمه ییز خبرونه
په هرات ولایت کې به ۵۰۰ روږدو کسانو ته له رغېدو وروسته د کار زمینه برابره شي
د هرات سیمه ییز چارواکو ويلي، چې په دې ولایت کې پر نشهيي توکو ۵۰۰ روږدو کسانو ته، چې تازه رغېدلي د کار موندلو په لټه کې دي.
دا مهال د هرات د غوريان ولسوالۍ د مالګې په کان کې شاوخوا درې سوه روږدي کسان، چې له تېرو څلور مياشتو راپدیخوا رغېدلي؛ پر کار بوخت شوي دي.
دغه روږدي کسان له څلورو تر پېنځه میاشتو پورې تر درملنې لاندې ول.
د چارواكو د څرګندونو له مخې، پر نشهيي توكو روږدو كسانو ته د كار د زمينې رامنځته كولو د پروګرام له پيل څخه تر اوسه ۲۹۱ کسان په كار كې شامل شوي او روغ شوي كسان د دغه ولايت د مالګې او ډبرو سکرو کانونو ته استول شوي دي.
په هرات کې د مالګې د استخراج د شرکت مدیر، ناصرامید ویلي: ټول هغه کسان، چې مونږ یې لیږدوو، مساوي فرصتونه لري.
د تېر کال په ژمي کې د دغه ولایت د ښار په کچه د روږدو کسانو د راټولولو بهیر پیل شو.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا پېنځه زره روږدي کسان راټول شوي او د روږدو د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د يادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا په هرات ښار کې زرګونه ځوانان پر نشهيي توکو روږدي شوي وه او زیاتره یې پر سړکونو، ویالو او کڼدوالو پراته ول؛ خو اوس د دوی د درملنې پر هڅو سربېره دوی ته د کار موندلو هڅې هم کیږي.
