سوداگري
په هرات ولایت کې څلور تولیدي کارخونې پرانیستل شوې
د شنبې پر ورځ (د لړم څلورمه) د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت له لاجورد نومي نندارتون سره همهاله څلور تولیدي کارخونې هم پرانیستل شوې.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغو څلور کارخونو د بترۍ، د شنو خونو د پلاستیک، د چرګانو د خواړو او د کارتنونو د تولید په برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغو فابریکو د پرانستلو په مراسمو کې وویل: ځینې خلک پدې باور دي، چې له هېواده پانګه وتلې ده. نه! داسې نده، بلکې برعکس اوس په هېواد کې د پخوا پر پرتله ډېره پانګونه کېږي.
نورالدین عزیزي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پر مهال ويلي؛ دوی هڅه کوي په هېواد کې پانګوالو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ په روان کال کې د هېواد صادرات ۳۵ سلنه زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې په نوې جوړې شوې فابریکو کې به ۵۰۰ کسان په مستقیم او ۲۰۰۰ نور په نامستقیمه بڼه پر کار وګومارل شي.