تازه خبرونه

په هرات کې د تاپي پروژې د پام وړ پرمختګ؛ ۸۴ کیلومټره نل‌غځونه بشپړه شوې

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي؛ د دې مهمې اقتصادي پروژې کار شاوخوا ۶۰ سلنه پرمختګ کړی او هڅې روانې دي، چې د روان میلادي کال تر پایه یې عملي چارې بشپړې شي.

Published

on

په هرات ولایت کې سیمه‌ییزو مسوولانو ويلي، د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازلېږد پروژې د پلي کولو چارې چټکې روانې دي او تر اوسه د دې پروژې شاوخوا ۸۴ کیلومټره نل‌غځونه بشپړه شوې ده.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي؛ د دې مهمې اقتصادي پروژې کار شاوخوا ۶۰ سلنه پرمختګ کړی او هڅې روانې دي، چې د روان میلادي کال تر پایه یې عملي چارې بشپړې شي.

د محمد یوسف سعیدي د څرګندونو له مخې، تر اوسه د پروژې شاوخوا ۱۳۰ کیلومټره لاره جوړه شوې او ۱۰۸ کیلومټره نوره یې د نل‌غځونې لپاره چمتو شوې ده.

سعیدي زیاتوي، چې تخنیکي او انجنیري ډلې له مسلکي کارګرو سره په پرله‌پسې پر پروژه کار کوي. د پروژې عملي چارې د ترکمنستان پولې ته څېرمه له رباط‌‌سنګي ولسوالۍ څخه پیل شوي او اوس د زنده‌جان ولسوالۍ سیمو ته رسېدلې دي.

سیمه‌ییز مسوولان ټینګار کوي، چې د کار په ساحه کې ټول اړین وسایل او امکانات برابر شوي او په اوس وخت کې د دې پروژې پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.

د تاپي پروژه په سیمه کې له سترو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره ځانګړی ارزښت لري.

#آریانانیوز ټتاپي #هرات #افغانستان #اقتصادي‌پروژه #انرژي

Trending

Exit mobile version