تازه خبرونه
په هرات کې د نورالجهاد سب ستیشن ته د ترکمنستان برښنا لېږدول کیږي
د هرات نورالجهاد سب ستیشن ته د ترکمنستان د برښنا د لېږدولو لباره د افغانستان برښنا شرکت او ترکمنستان برښنا تخنیکي ناسته چوړه شوه.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ويلي، چې له ترکمنستان هېواد څخه د ترکمن انرګو یو پلاوي کابل ته راغلی او د دواړه لوریو ترمنځ د هرات د نور الجهاد سبستیشن د لوړ کړای شوي ظرفیت د فعالیدو لپاره له ترکمنستاني لوري سره خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د پروژې سروې او د اړتیا وړ تجهیزاتو، اسنادو چمتو کولو، افغانستان ته یې د رالیږدولو، چک او کنترول، امنیتي خوندیتوب، بیمې، ګڼو او نورو تخنیکي اړخونو په اړه لومړنۍ ناسته تر سره شوې ده.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له ترکمنستاني لوري سره به خپلي خبرې نورې هم پراخې کړي، چې په جنوب لویدیځ حوزه کې د برښنا د کمښت ستونزه پوره حل کړي.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي؛ هڅه مو داده، چې دا سبستیشن فعال او د هرات د ولس او صنعتکارانو د برښنا د کمښت ستونزه اواره شي.
دوی زیاتوي؛ هڅه کوو، چې د دې سبستیشن ظرفیت له ۱۱۰ میګاوات څخه ۲۲۰ میګاوت ته لوړ کړو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: پروژه پخوانۍ وه؛ مونږ يي اوس ظرفیت لوړ کړی، چې برښنا يي هم زیاته شي او نږدې ۳ اعشاریه ۵ میلیون دالرو پر لګښت به يي چاري بشپړې او له ترکمن انرګو له مسوولینو سره به مو د خپلو ناستو پایلي ډېر ژر هېوادوالو ته وړاندې کړو.
د هېواد د خصوصي سکتور غړي هم له برښنا شرکته غوښتنه کوي، چې د نورالجهاد سبستیشن پر لوړ ظرفیت فعالیت خورامهم دی او هیله څرګندوي، چې له ترکمنستان سره د لوړ ظرفیت د فعالیت په چارو کې زیات کار تر سره شي او په هرات کې د خلکو او صنعتکارانو د انرژۍ د کمښت او د لوړې بیې ستونزه تر یوه بریده ختمه شي.
د اوسپنې ویلي کولو د فابریکو اجرائیوي رییس عبدالنصیر رشتیا وایي؛ زمونږ د هېواد اقتصادي او تولیدي پراختیا لپاره دا ډېره مهمه ده، چې د د افغانستان برښنا شرکت دې د هېواد پر کچه د برښنا ستونزې د اوارۍ لپاره خپل کارونه چټک کړي.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي؛ هڅه کوي په هېواد کې د برښنا د کمښت د ستونزې د اواري لپاره له ټولو هغه امکاناتو او ظرفیتونو استفاده وکړي، چې لاسرسی ورته لري.
دوی زیاتوي، چې د نورالجهاد برښنا سبستیشن لوړ ظرفیت د جنوب غرب حوزې د برښنا ستونزه ۸۰ سلنه حل کړي.