سوداگري

په هرات کې د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نن (پنجشنبه د زمري درویشتمه) د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند، چې له سلما بند وروسته په دې ولایت کې د اوبو یو له مهمو او حیاتي بندونو څخه ګڼل کیږي؛ د لوړ پوړیو دولتي چارواکو له‌خوا یې پرانسته وشوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

Published

on

د ریاست الوزراءاقتصادي مرستیال د هرات ولایت د پاشدان بند د پرانیستې په مراسمو کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو سالمه ګټه پورته کړي او د چا د حق اخیستلو اراده نلري.

نن (پنجشنبه د زمري درویشتمه) د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند، چې له سلما بند وروسته په دې ولایت کې د اوبو یو له مهمو او حیاتي بندونو څخه ګڼل کیږي؛ د لوړ پوړیو دولتي چارواکو له‌خوا یې پرانسته وشوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاشدان بند د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانان نن د اسلامي امارت د واکمنۍ څلورمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي، چې حکومت په تېرو څلور کلونو کې د اسلامي شریعت د پلي کولو او په سیاسي او اقتصادي برخو کې ډیرې لاسته راوړنې لري.

د نوموړی د څرګندونو له مخې؛ د پاشدان بند پروژه د هرات د پرمختګ او په دې ولایت کې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره ډېره اړینه ده.

هغه وایی: “تېر کال کله، چې د دې پروژې پاتې کار پیلېدو ما له تاسې سره ژمنه وکړه، چې اسلامي امارت به د پاشدان بند پاتې کار د بشپړولو لپاره خپل ټول ځواک وکاروي؛ نو له نېکه‌مرغه د پاشدان بند پاتې کار نن بشپړ شو.”

ملا برادر زیاته کړې، چې په تېرو وختونو کې، د “اشغالونو” له کبله د هېواد اقتصاد وده ونه کړه او د نورو هېوادونو پرمشروطو یې تکیه کړې وه؛ خو اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی او له نورو څخه یې خپلواک کړي.

اقتصادي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د ملي او سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ کوي.

هغه دا هم ویلي؛ په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې پرمختګ ښیي، چې اسلامي امارت په سیمه کې اقتصادي همغږي، متقابله همکاري او ثبات غواړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې اسلامي امارت د افغانستان او سيمې د اقتصادي ثبات لپاره د اقتصاد پر بنسټ ولاړه پاليسي تعقيبوي.

ملا عبدالغني برادر وایي: “اسلامي امارت غواړي، چې خپلې ټولې طبيعي سرچينې په سالم ډول وکاروي او د چا د حقونو د اخيستلو اراده نلري؛ مونږ غواړو، چې خپلې اوبه په سالم ډول اداره کړو او نورو ته خپل ثابت حقونه ورکړو. د اوبو په مديريت کې زمونږ هدف د هېواد اقتصاد پياوړی کول دي او مونږ د اوبو مديريت د بې‌وزلۍ، بې کارۍ او مهاجرت د کمولو لپاره يو له بنسټيزو دندو څخه ګڼو.”

ملا برادر له ټولو کورنيو او بهرنيو پانګوالو وغوښتل، چې د اوبو او کرنې پر سکټورونو سربېره په نورو سکټورونو کې هم پانګونه وکړي او له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

دغه راز هرات والي نور احمد اسلام جار د پاشدان بند د پرانستلو په مراسمو کې ويلي؛ هغه لویې پروژې، چې په دې ولايت کې پيل شوې دي يا پلي کېږي؛ په نږدې راتلونکي کې به هرات د هېواد پر يو اقتصادي مرکز بدل کړي.

هغه زیاته کړې، چې د هرات-چشت سړک به ډېر ژر بیا پیل شي، د هرات-تورغندي اوسپنې‌پټلۍ او د هرات-خواف اوسپنې‌پټلۍ پراختیا روانه ده او د سمنټو پروژه هم د اکتشاف له وروستیو پړاوونو څخه تېریږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هاشمي پل د برښنا سټیشن به فعال شي او نورې لویې پروژې لکه ټاپي او د ښار سویل ته ترمینل د پلي کېدو په حال کې دی.

د هرات والي د پاشدان بند پرانیسته د ولایت د خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې دا پروژه به د هرات د اوبو سرچینو په اقتصادي پراختیا او مدیریت کې مهم رول ولوبوي.

د هېواد د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور په دې مراسمو کې وویل، چې دا بند د حکومت له بودجې څخه د ۱۱۷ میلیون افغانیو پر لګښت جوړ شوی او د حکومت وړتیا ښیي، چې د بهرنیو مرستو له تکیه پرته لویې ملي پروژې تمویل کړي.

هغه دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې پلانونه لري او د هېواد د پراختیا او بیارغونې لپاره کار کوي.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ د پاشدان بند، چې د ۱۳ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او ۲ میګاواټه برښنا د تولیدولو وړتیا لري؛ د هرات خلکو ته د هیلې او پرمختګ زیری لري.

Trending

Exit mobile version