Connect with us

تازه خبرونه

په هرات کې له ۴۳ زره ډېر کسان له زلزلې زیانمن شوي دي – ملګري ملتونه

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له کبله ۴۳ زره ۳۹۵ کسان اغېزمن شوي دي.

اوچا په خپل تازه راپور کې، چې د دوشنبې پر ورځ خپور شوع ویلي، چې د انجیل ولسوالۍ تر ټولو زیات زیانمن لري، چې شمېر یې له ۲۳۰۰۰ کسانو ډېر دی.

د ملګرو ملتونو د وروستیو څرګندونو له مخې؛ په هرات کې د زورورې او مرګونې زلزلې په پایله کې ۱۵۰۰ کسان مړه او شاوخوا دوه زره نور ټپیان شوي دي.

دغه ټولنه وايي؛ د زلزله ځپلیو خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د سمدستي درملنې لپاره ۹۳.۶ میلیون دالرو ته اړتیا ده؛ ځکه، چې د ژمي سخته یخنۍ په رارسېدو ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې؛ د  دې ټولنې همکارانو اوس زلزله ځپلیو ته بېړنۍ مرستې رسولي؛ خو زیانمنې کورنۍ لنډمهاله سرپناه، خواړه، نغدي مرستې، څښاک اوبو، روغتیا پاملرنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دانیل پیتر اندریس وایي: لکه څنګه، چې تاسې خبر یاست په تیرو نهه ورځو کې د افغانستان هرات ولایت د رښتر پر کچه د ۶ اعشاریه ۳ درجې درې زلزلو ولړزاوه او دغه زلزلې د اکتوبر پر ۷، ۱۱ او ۱۵ نېټو رامنځته شوي.  د وروستیو څېړنو له مخې د دې زلزلو له کبله  شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي. په دغو زلزلو کې څه د پاسه دوه زره کسان ټپيان دي او څه د پاسه ٤٥ زره نورې کورنۍ زيانمنې شوې دي .

د اوچا د څرګندونو له مخې، په هرات ولایت کې زورورې زلزلې څه باندې یو اعشاریه ۶ میلیون وګړي اغېزمن کړي، چې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دانیل پیتر اندریس وایي: د زلزله ځپلیو د ژوند ژغورلو لپاره په عاجله توګه ۹۳.۶ میلیونه دالرو ته اړتیا ده؛ ځکه دوی به له سخت ژمي سره مخ شي او دا مرستې د دوی لپاره ډېرې اړینې دي.

اندریس ويلي؛ ځپلې کورنۍ لنډمهاله سرپناه، خوراکي توکو، نغدي مرستو، پاکو اوبو، روغتیا پاملرنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. سره له دې، چې د ملګرو ملتونو همکارانو اوس زلزله ځپلیو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړې هم دي.

د ملګري ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د دغو زلزلو په پایله کې ۲۸۹ کلي زیانمن شوي او د یو زیات شمېر کلیو ویجاړي زیاته ده. د زنده جان او انجیل ولسوالیو کلیو ته تر ټولو زیات زیان رسیدلی دی. د بېلګې په توګه یوازې په زنده جان ولسوالۍ کې له ۳ زره ۳۳۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. د زلزلې له کبله پر کورونو سربېره ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او نور بنسټونه هم زیانمن شوي دي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت صنعتکارانو او پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي ـ ملا برادر

په افغانستان کې د پانګونې د جذبولو په نوم جوړ شوي کنفرانس کې د اسلامي امارت د سکټوري وزارتونو لخوا میلیارډونه ډالرو پر ارزښت د پانګونې هغه فرصتونه خصوصي سکټور ته معرفي شول، چې د پانګونې وړتیا په کې شته.

Published

on

د ریاست الوزاراء اقتصادي مرستیال وايي؛ ټولو کورنيو او بهرني پانګوالو ته، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي ځمکې، امتیازات او اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.

په افغانستان کې د پانګونې د جذبولو په نوم جوړ شوي کنفرانس کې د اسلامي امارت د سکټوري وزارتونو لخوا میلیارډونه ډالرو پر ارزښت د پانګونې هغه فرصتونه خصوصي سکټور ته معرفي شول، چې د پانګونې وړتیا په کې شته.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوی قانون جوړ او په هېواد کې صنعتکارانو لپاره د ځمکو وېش هم پیل شوی دی.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د پانګي د جذب په اړه جوړې شوې غونډه ته ویلي؛ ټولو امارتي ادارو ته سپارښتنه شوی، چې له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه ملاتړ وکړي.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړې؛ د هغه کورني او بهرني پانګوال، چې په هېواد کې پانګونه کوې او یايي خپله پانګه له نورو هېوادونو راوړې ځانکړې ملا تړ کوي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وایي: ((د دې قانون اصلي موخه په هېواد کې پانګوالو ته اسانتیاوې برابرول او د پانګونې جذب دی. له دې څخه و هدف دادی، چي په کور دننه او بهر افغان پانګوال په هېواد کې د پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي او له خصوصي سکټور سره به د اړتیا پرمهال همکارۍ کوي.))

ملا عبدالغني برادر ویلي؛ پانګوال د ماشينونو او وسايلو پر واردولو د ماليې له معافيت برخمن دی، د پانګوال شرکت کارکوونکو ته د پېنځه کلنې ماليې معافيت او بهرني فني کار کوونکو ته د دوه کلنۍ ویزې ورکړه په پام کې نیول شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ په هېواد کې به صنعتکارانو ته د ۱۶۰ زره جریبه ځمکې وېش پیل شي، چې ۱۲۰۰ پانګوال به په بېلابېلو سکټورونو کې ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونه تر سره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي وایي:(( په هېواد کې د راستېدونکو پانګوالو د پانګي انتقال، طرز العمل، د صنعتي ځمکو د وېش له قانون سره به ۱۲۰۰ صنعتکارانو ته د ځمکو وېش پیل شي او نږ دې ۶۰ زره هئوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.))

د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي ويلي، که افغانستان له خپلو سرچینو کار واخلي؛ نو کولی شي ۳۰ زره میګاواټه برښنا تولید کړي، چې ۱۰ زره میګاواټه به یې په کور دننه مصرف شي او ۲۰ زره میګاواټه به یې ګاونډ هېوادونو ته صادره شي. عبداللطیف منصور نن (پنجشنبه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په افغانستان کې د پانګونې د غوښتنې په مراسمو کې زیاته کړې، چې افغانستان اوسمهال ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا لري.

د اقتصادي وزارت ويلي؛ که له هېواد څخه وتلي پانګوال خپله پانګه بېرته  راوړي افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ته رسدیلي شي.

د اقتصاد وزارت چارسمبالی دین محمد حنیف ویلي: "سره له دې، چې مونږ هر څه لرو، لاس مو بهرنۍ نړۍ ته غځول شوی دی. راځئ، چې هڅه وکړو او له هغو فرصتونو، چې الله پاک مونږ ته راکړي؛ ډېره ګټه پورته کړو. افغانستان به د خپلو خلکو پر واک او ځواک سرلوړی او پرمختللی شي."

د خصوصي سکټور غړي وايي، چې له اسلامي امارت سره ولاړ دي او د خپل هېواد په اقتصادي پراختیا کې به د خپل توان پر کچه پانګونه کوي؛ خو له حکومته غواړي، چې د برښنا د کمي او د ځمکې ستونزې حل کړي.

د یادونې ده، چې د دې کنفرانس په لړ کې د اوبو اونرژي، صنعت اوسوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوايي چلند، د افغانستان برښنا شرکت، د کانونو او پټرو لیم وزارتونو لخوا پر منظم ډول د پانګونې هغه فرصتونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته معرفي شول، چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود. 

Continue Reading

تازه خبرونه

د ایران او تاجکستان ولسمشران  پر افغانستان وغږېدل

پزشکیان نن (پنجشنبه) په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي: “افغانستان زمونږ په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی او مونږ د دې هېواد وده او ثبات د خپلو ګټو سره سم ګورو؛ د پولې امنیت ساتل زمونږ لپاره اړین دي.”

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره په کتنه کې د نورو مسلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.

پزشکیان نن (پنجشنبه) په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي: "افغانستان زمونږ په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی او مونږ د دې هېواد وده او ثبات د خپلو ګټو سره سم ګورو؛ د پولې امنیت ساتل زمونږ لپاره اړین دي."

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې امام علي رحمان او مسعود پزشکیان د ترهګرۍ، افراطیت او د مخدره توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت فلسطینیانو ته د اوربند د هوکړې مبارکي ورکړه

اسرائیل او حماس د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک کړه.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی وکړ؛ د حماس مشرتابه او د فلسطین خلکو ته د دې " سترې بریا " مبارکي وايي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې، چې نن ( پنجشنبه) خپره شوې ویلي، چې د اوربند دا هوکړه"د فلسطین د خلکو د تاریخي مبارزې، سرښندنې او په غزه کې د زړور مقاومت" له ۱۵ میاشتو څخه د زیات وخت پایله ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: "اوس اړینه ده، چې د هوکړې ټول پړاوونه بشپړ په داسې ډول پلي شي، چې تلپاتی اوربند ډاډمن کړي او بشري مرستې پرته له ځنډ د غزې خلکو ته ورسیږي. د پخوانیو تړونونو پایلو ته په پاملرنه د شخړې خواوې او نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي، چې اسرائیلي حکومت خپلې ژمنې ډاډمنې پلې کوي."

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د فلسطین د مسلې د مشروع حل او د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ له لارې شونی دی.

اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو پر استازیتوب به د فلسطین د خپلواک هېواد او د فلسطین د خلکو ملاتړ روان ساتي.

اسرائیل او حماس د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک کړه.

په دې هوکړه کې د ۶ اوونیو لپاره لومړنی اوربند شته، چې له غزې تړانګې څخه به اسرائیلي ځواکونه تدریجي وځي؛ هلته، چې لسګونه زره خلک وژل شوي دي. حماس به د اسرائیلو لخوا نیول شوي فلسطیني بندیانو د یرغملو په بدل کې خوشې کړي.

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په دوحه کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې اوربند به د یکشنبې له ورځې نافذ شي.

هغه زیاته کړې، مذاکره کوونکي له اسرائیلو او حماس سره د دې هوکړې د پلي کولو لپاره کار کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې وویل: "دا تړون به په غزه کې جګړه ودروي، فلسطیني ملکي وګړو ته به بشري مرستې زیاتې کړي او یرغمل شوي کسان به له ۱۵ میاشتو څخه له زیات بند وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي."

د هغه ځای‌ناستي ډونالډ ټرمپ، چې د دوشنبې پر ورځ به دنده پیل کړي؛ ادعا کړې، چې دا هوکړه د هغه د هڅو پایله ده.

یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې د اسرائیلو لخوا د دې تړون منل به تر هغې رسمي نه وي، چې د دوی د امنیتي کابینې او حکومت لخوا تائید نشي.

ټاکل شوې، چې دا رای اچونه د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي اووه‌ویشتمه / د جنورې شپاړلسمه ترسره شي.

تمه ده، چې دا هوکړه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ائتلافي حکومت کې د ځینو سخت دریځو له مخالفت سره – سره  تائید شي. په داسې حال کې، چې خلکو په غزه او اسرائیل کې د دې هوکړې نمانځنه وکړه او د اسرائیلو پوځ د دې خبر له خپرېدو وروسته خپل بریدونه زیات کړل.

د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ ناوخته د اسرائیلو سختو بمباریو په ځانګړي توګه په غزه ښار کې ۳۲ کسان ووژل.

د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې بریدونه د پنجشنبې تر سهاره هم روان ول، چې په کې د غزې جنوبي سیمه رفح، د مرکزي غزې نصیرات او د شمالي غزې اړوند کورونه ویجاړ شول.

د اسرائیلو پوځ پدې اړه څه ندي ویلي او د اوربند له اعلان وروسته پر اسرائیلو د حماس د بریدونو کوم راپور نشته.

د اوربند له خبرو اترو سره یوه خبر فلسطیني چارواکي ویلي؛ منځګړي هڅه کوي، چې دواړه خواوې قانع کړي او د اوربند له پلي کیدو مخکې جګړه ودروي.

حماس په ټولنیزو رسنیو کې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د اوربند دا هوکړه " د خلکو لپاره یوه لاسته راوړنه" او "یو بدلون" وباله.

د غزې د چارواکو د څرګندونو له مخې: که دا هوکړه بریالۍ شي؛ نو دا به هغه جګړه پای ته ورسوي، چې د غزې ډېره برخه یې ویجاړه کړې، له ۴۶ زره څخه ډېر خلک یې وژلي او د سیمې د ۲ اعشاریه ۳ میلیون نفوس ډېره برخه یې بې ځایه کړې ده.

دا کار کولی شي په ټول منځني ختیځ کې تاوتریخوالی راکم کړي؛ هلته، چې جګړې د اسرائیلو تر اشغال لاندې په لویدیځه غاړه، لبنان، سوریه، یمن او عراق کې شخړې ته لمن وهلې او د اسرائیلو او ایران ترمنځ د بشپړې جګړې اندېښنې یې راپورته کړې دي.

په غزه کې ټولټال ۹۸ یرغمل پاتې دي.

د تړون په لومړي پړاو کې به ۳۳ بندیان خوشې شي، چې ښځې، ماشومان او له ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي نرینه په کې دي. د اوربند په لومړي پړاو کې به دوه امریکايي یرغمل شوي کسان؛ کیټ سیګل او ساګي ډیکل چن د هغو یرغمل شویو کسانو په ډله کې دي، چې خوشې شي.

د تړون د دوه‌یم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې به له لومړي پړاو څخه تر شپاړسمې ورځې پورې روانې وي او تمه ده، چې په دې پړاو کې به ټول پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي، دایمي اوربند او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونه بشپړ ووځي.

په درېیم پړاو کې د ټولو پاتې مړو بېرته راستنېدل او د مصر، قطر او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د غزې بیارغونه پیل شي.

اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه له هغې وروسته پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر نور یې یرغمل کړل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!