تازه خبرونه

په هرات کې پر یوه پټنځي د عملیاتو په پایله کې شپږ داعشیان ووژل شول

Published

on

د هرات سیمه ییزو چارواکو ويلي؛ په دغه ولایت کې د داعش پر پټنځي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د هرات د امنيه قومندانۍ وياند عبدالله انصاف وايي، دغه عمليات تېره شپه لس بجې د هرات ښار د څوارلسمې ناحيې په اړوند سیمه کې شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د داعش دغه اړوند کسان په يوه ښاري ودانۍ کې ځای پر ځای شوي وه.

په دغو عملياتو کې د عملیاتو پر مهال د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

دا عملیات په داسې حال کې ترسره کیږي، چې څو ورځې مخکې اسلامي امارت په کابل کې د داعش د عملیاتي او نظامي قومندان له وژل کېدو خبر ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version