تازه خبرونه

په هرات کې څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت شول

ډاکټران په دې باور دي، چې د درملتې اوسنۍ لار د روږدو کسانو په درملنه کې اغېزمنه ده؛ ځکه، نو د روږدو کسانو د بېرته روږدېدو پېښې هم کمې دي.

Published

on

په هرات ولايت کې پر نشه‌يي توکو څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له ۶ میاشتنۍ درملنې وروسته رخصت او د لوی اختر په مناسبت به خپلو کورنیو ته ستانه شي.

ډاکټران وايي، چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې په لوی مرکز کې پر نشه‌يي توکو د اخته کسانو د درملنې بهیر ښه پر مخ روان دی. ډېري هغه خلک، چې روغ شوي اوس خپل عادي ژوند پرمخ وړي.

هغه کسان، چې له میاشتو راپدیخوا تر درملنې لاندې ول؛ اوس له روږدتیا وتلي، دي.

دې ناروغۍ، چې هغوی یې له کور، ټولنې او ژوند څخه لرې ساتلي وه؛ اوس له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ستنېږي.

څه کم يو کال کېږي، چې د روږدو د درملنې په دې ستر مرکز کې زرګونه کسان تر درملنې لاندې دي. ځايي چارواکي وايي، چې د درملنې په برخه کې کافي اسانتياوې برابرې شوې دي.

ډاکټران په دې باور دي، چې د درملتې اوسنۍ لار د روږدو کسانو په درملنه کې اغېزمنه ده؛ ځکه، نو د روږدو کسانو د بېرته روږدېدو پېښې هم کمې دي.

د هرات د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس وایي؛ د هغو کسانو پر وړاندې به جدي اقدام وشي، چې د نشه‌يي توکو په کښت، تولید او قاچاق کې لاس لري.

ویل کیږي، چې د روږدو د درملنې د دغه ستر مركز تر څنګ د میرمنو د درملنې څلور واړه مركزونه هم فعال دي او پدې ناروغۍ د اخته میرمنو د درملنې لړۍ روانه ده.

ورته خبرونه:

 

روسيې له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت له مبارزې ستاينه وکړه

په نږدې راتلونکي کې به د نشه‌ يي توکو کچه صفر ته راټیټه شي – ذبیح الله مجاهد

Trending

Exit mobile version