تازه خبرونه
په هرات کې ۴۰ سلنه تاریخي ماڼۍ رغونې ته اړتیا لري
مسوولینو ویلي؛ په هرات ولایت کې شاوخوا اته سوه اویا تاریخي ماڼۍ او آبدې شته، چې څلوېښت سلنه یې رغونې ته اړتیا لري.
د دې ولایت فرهنګي شخصیتونو ويلي، چې د هرات د هویت ساتلو لپاره د دغو تاریخي ماڼیو څارنه او رغونه لومړیتوب لري.
د هرات جامع جومات، د اختیارالدین تاریخي کلا او سلګونه نورې پخوانۍ ودانۍ د دې ولایت تاریخي ویاړ او تمدني سمبولونه دي؛ ځکه، چې د لرغوني هرات نوم له دغو تاریخي آثارو سره تړلی دی. هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي آثارو د ساتنې مشر زلمي صفا ویلي؛ دا د لرغونی ښار شاوخوا ۷۸۰ تاریخي آبدې او ودانۍ لري، چې ځینې یې بیارغونې، ساتنې، ځارنې او پاملرنې ته پوره اړتیا لري.
په تېرو پېنځه کلونو کې د دې ولایت له ۴۶ تاریخي آثارو ساتنه او څارنه شوې. که څه هم د تاریخي آثارو د رغونې پوره کاري وړتیاوې شته؛ خو په تېرو شل کلونو کې ترسره شوي کارونه بسنه نکوي.
د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې چارسمبالی مولانا نعیم الحق حقاني ویلي: کار په چټکۍ بیل شي. اسلامي امارت هڅه کوی، چې تاریخي ماڼس او آبدې خوندي او تر پاملرنې لاندې ونیسي او ملت به مو ډېر ژر د دغو کړنو د پیل شاهد وي.
اوسمهال ۶۰ سلنه یادګارونه په ښار کې دننه دي؛ خو په ولسوالیو کې ډېری لرغون ابدې او ودانۍ او تاریخي ځایونه شته، چې رغونې، ساتنې او څارنې ته اړتیا لري.
تاریخي آبدې او لرغوني ودانۍ په هرات کې د ګرځندویانو لپاره غوره ځایونه دي؛ خو په هېواد کې جګړو تل دې ودانیو ته درانده زیانونه اړولی دي. اوس ولیدل شي، چې دا ودانۍ څنګه خوندي او د پاملرنې وړ او د یونیسکو په نوملړ کې راشي.
