سیمه ییز خبرونه

په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ له می راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد

د «کپلر» شننیزې کمپنۍ د څرګندونو له مخې؛ په تېرو لس ورځو کې هره ورځ پر منځنۍ کچه یوازې ۱۰ سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي. په داسې حال کې، چې د جمعې پر ورځ د دغو بېړیو شمېر له ۱۵ څخه ډېر و.

Published

on

د امریکا او ایران له‌خوا پر تېلو وړونکو بېړیو له بریدونو وروسته، له هرمز تنګي څخه د سوداګریزو توکو د لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ له تېرو درې میاشتو راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د «کپلر» شننیزې کمپنۍ د څرګندونو له مخې؛ په تېرو لس ورځو کې هره ورځ پر منځنۍ کچه یوازې ۱۰ سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي. په داسې حال کې، چې د جمعې پر ورځ د دغو بېړیو شمېر له ۱۵ څخه ډېر و.

دغه راز د شنبې پر ورځ یوازې دوه او د یکشنبې پر ورځ شپږ بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوي، چې ډېری یې د ایران له لارې تللې دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د شنبې پر ورځ درې ایراني تېل‌لېږدوونکې بېړۍ پر نښه کړې دي. په مقابل کې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي، چې درې هغه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ یې پر نښه کړي، چې له ناقانونه لارو تېرېدې او درې نورې امریکايي بېړۍ یې هم پر نښه کړې دي.

د سمندري معلوماتو شرکت «ماریسک» دغه بریدونه په سمندري نښتو کې د پام وړ زیاتوالی بللی او خبرداری یې ورکړی، چې په هرمز تنګي او عمان سمندر کې له ایران سره تړلو او همدارنګه له امریکا سره تړلو بېړیو ته خطر په څرګند ډول زیات شوی دی.

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم ویلي؛ د جولای له شپږمې راپدېخوا د هرمز تنګي په شاوخوا کې د راکټي بریدونو ۲۷ پېښې ثبت شوې دي، چې بېړیو ته یې زیانونه اړولي دي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی او په دې اوبلاره کې د بېړیو د تګ راتګ کمېدا کولی شي پر سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.

Trending

Exit mobile version