تازه خبرونه
په هند کې د ځمکې ښویدو له کبله ۱۵ کسان مړه شوي او له ۵۰ ډېر ورک دي
د هند سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې ځمکې ښویدنې د هند د چای فارم یو ښارګوټی ویجاړ کړی او لږ تر لږه په کې ۱۵ کسان مړه شوي او له ۵۰ ډېر ورک دي.
دا پېښه د جمعې پر سهار د هندوستان د کیرالا د ایدوکي د راجکاد په اړوند سیمه کې رامنځته شوې.
هندوستان تایمز راپور ورکړی، چې شاوخوا ۵۰ نور خلک په تنګو لارو، تیږو او غونډیو کې بند پاتې دي.
د راپور له مخې؛ تر دې دمه لږ تر لږه ۱۶ کسان ژغورل شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.
د ایالتي عوایدو وزیر چاندرا سیخاران هندوستان تایمز ته ویلي؛ دا لوی ناورین دی. دا یوه غرنۍ سیمه ده او ښار ته ځینې سړکونه د سختو بارانونو له کبله ویجاړ شوي دي. مونږ له هوایي ځواکه مرسته غوښتې، چې د ټپيانو په راویستلو کې مرسته وکړي؛ خو مونږ ته ویل شوي، چې دا به په ګرمه هوا کې ستونزمنه وي.
هغه زیاته کړې، چې د ملي غبرګون ځواک یوه ډله د پیښې ځای ته رسیدلې ده.
ځایي خلکو ویلي، په تېرو درې ورځو کې پر سیمه دروند اورښت شوی؛ برښنا او اړیکې پرې شوي او دې کار د ژغورنې کار ځنډولی دی.
دوی وايي، چې له دې کبله د پېښې په لومړیو ګړیو کې ډېري ټپیان په غصه کې ول او له همدې کبله یې ونشو کولی، چې له سیمې وتښتي.
د سیمې یو ټولنیز کارګر هندوستان تایمز ته ویلي؛ مونږ معلومات لرو، چې لږ تر لږه ۸۴ کسان په اړوند ښارګوټي کې اوسیدل. ډېری یې د تامیل نادو ګاونډ دي. په ښار کې د دوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره یو میلمستون هم شته.
هغه زیاته کړې، چې کیدی شي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
د دې پیښې سیمه له مونار غونډۍ ۲۵ کیلومتره لیرې ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې سیلاب ویجاړه کړې وه.
د کچې معلومولو ادارې په پېنځه نورو برخو کې هم د ګواښ له رامنځته کیدو خبرداری خپور کړی. ډېري سیندونه د ویجاړیدو له خطر سره مخ دي او د اوبو لګولو ادارې اعلام کړی، چې که وضعیت همداسې بارانې وي؛ نو د ادوکي په ګډون ځینې بندونه به ونړیږي.