سیمه ییز خبرونه
په هند کې د ځمکې ښوېدنې له کبله ۴۱ کسان مړه شوي
د دوشنبې پر ورځ، د زمري اتمه د کیرالا ایالت د وایند ولسوالۍ په کلیو کې د ځمکې ښویېدنه رامنځته شوه.
د هند په سویل کې د سخت باران او ځمکې ښویېدنې له کبله ۴۱ کسان مړه شوي او له ۷۰ ډېر نور ټپیان دي.
له دې مخکې پرون دوشنبه په ياده پېښه کې د پېنځه کسان د مړینې خبر ورکړ شوی و.
د اسوشیېټډ پرس خبري سرچینې د راپور لهمخې؛ وېره ده، چې ډېر کسان به تر خاورو لاندې وي.
د دوشنبې پر ورځ، د زمري اتمه د کیرالا ایالت د وایند ولسوالۍ په کلیو کې د ځمکې ښویېدنه رامنځته شوه.
د ژغورنې ډلو له خټو او ویجاړیو څخه د خلکو د راایستلو لپاره هڅې پیل کړي، خو د بندو لارو او ناوړه وضعیت له کبله یې هڅې پیکه روانې دي.
د هند د هوا پېژندنې ادارې په کیرالا کې د خبرداري حالت اعلان کړی او چارواکو د دوشنبې پر ورځ د ایالت په ډېرو برخو کې ښوونځي تړلي وه.
د يادونې ده، چې په تېرو دوه اوونيو کې پر هند سربېره د چين او ايتوپيا هېوادونه هم د ځمکې ښویېدنې پېښو ځپلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
