سیمه ییز خبرونه
په هند کې د کرکټ نندارې پر مهال د ګڼه ګوڼې له کبله ۵۸ کسانو ته مرګ او ژوبله واوښته
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د بنګلور چیناسوامي لوبغالي ته له اجازې پرته د مینوالو د ننوتلو په هڅه د خلکو ګڼه ګوڼه رامنځته شوه. خپاره شوي انځورونه ښیي، چې خلک د یو بل پر سرونو ختلي دي.
د هند غوره لیګ د رویال چلینجرز بنګلور د اتلولۍ د ننداره پر مهال د ګڼه ګوڼې له کبله ۱۱ کسان مړه او ۴۷ نور ټپیان شول.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د بنګلور چیناسوامي لوبغالي ته له اجازې پرته د مینوالو د ننوتلو په هڅه د خلکو ګڼه ګوڼه رامنځته شوه. خپاره شوي انځورونه ښیي، چې خلک د یو بل پر سرونو ختلي دي.
د کرناټکا ایالت اعلی وزیر سیدرامایا وویل: “دا پېښه باید د نندارې پر مهال باید رامنځته شوې نه وای. مونږ له دې پیښې خواشیني یوو. ګڼه ګوڼه له تمې زیاته وه.
ځینو سیمهییزو سرچینو د پولیسو د مدیریت او غبرګون ضعیف د کړکیچ د زیاتېدا لامل بولي.
په هرحال له پېښې سره – سره په لوبغالي کې دننه ننداره روانه وساتل شوه.
بنګلور د هند غوره لیګ په وروستۍ لوبه کې پنجاب کینګز ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې په دې لوبو کې اتلولي خپله کړه.