سوداگري
په هېواد کې له اوبو څخه د برښنا د تولید پر ۱۶ پروژو کار روان دی

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ په روان کال کې له اوبو څخه د انرژۍ د تولید شپاړلس پروژې تر لاس لاندې دي او له لمر، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برښنا د ترلاسه کولو لپاره مو پانګوال پانګونې ته هڅولي دي.
د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو څرګنده کړې، چې په هېواد کې د برښنا د تولید لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې روانې دي او پدې اړه یې کورني او بهرني پانګوال پانګوني ته هم هڅولي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې؛ د روسيي، ایران، امریکا، چین او ترکیې هېوادونو ځینو پانګوالو د انرژۍ په تولید کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې؛ خو تر اوسه د کومې ځانګړې پروژې د ترسره کولو لپاره ورسره هوکړې رسیدلي نه یوو.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مولوي اخترمحمد نصرت وایي: مونږ سره کورني او بهرني پانګوال که هغه د روسیې دي که د چین، که د تر کیې؛ د بېلابېلو هېوادونو له پانګوالو سره مو خبري رواني دي او په اړوند برخو کې یې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
د اقتصادي چارو کارپوهانو هم ويلي، چې که په هېواد کې د انرژۍ د تولید په اړه پانګوال پانګونې ته وهڅول شي افغانستان به له اقتصادي بحران څخه وایستل شي او له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ تولید کولی شي د هېواد په اقتصاد وده او پراختیا کې رغنده او اړین اغېزه ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره خورا زیاتې سرچینې لري، چي باد، لمر، د ډبرو سکاره او ګاز یې د یادونې دي. که له دغو سرچینو د برښنا تولید رامنځته کړو؛ نو هېواد به مو د انرژۍ له بحران خلاص او او قتصاد به مو له ودې او پراختیا هم برخمن شي.
د هېواد د خصوصي سکتور غړيو هم ويل؛ي که د انرژۍ په دغو برخو کې د حکومت لخوا د پانکوالو لپاره آسانتیاوې زیاتې شي؛ نو دوی هم چمتو دي، چې په کور دننه په بېلابېلو برخو کې د انرژۍ د تولید لپاره پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان دمګړۍ دېره برښنا له ګاونډ هېوادونو واردوي، چې د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې مونږ د کال ۲۵۰ میلیون ډالرنورو هېوادونو ته د برښنا لګښت ورکوو.
سوداگري
د کال په لومړۍ ربعه کې افغانستان ته د ایران ناتېلي صادرات ۵۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي
چارواکو او سوداګریزو مشرانو ټینګار کړی، چې مخ پر زیاتېدونکې سوداګریزې اړیکې د سیمهییز ثبات لپاره اړینې دي.

د ایران د ګمرکونو ادارې د څرګندونو له مخې؛ ایران د روان لمریز لېږدیز کال په لومړۍ ربع کې ( د وري له لومړۍ څخه د غبرګولي تر یودېرشمې) افغانستان ته له ۵۱۰ میلیون ډالرو څخه ډېر ناتېلي توکي صادر کړي، چې افغانستان په یاد وخت کې د ایران د ناتېلي صادراتو لپاره پېنځم لوی منزل دی.
چارواکو او سوداګریزو مشرانو ټینګار کړی، چې مخ پر زیاتېدونکې سوداګریزې اړیکې د سیمهییز ثبات لپاره اړینې دي.
د ایران او افغانستان په وروستي سوداګریز کنفرانس کې د ICCIMA مرستیال مشر پیام باقري، د ګډ تاریخ او تکمیلي سرچینو د څرګندونو له مخې د ژورې اقتصادي ملګرتیا غوښتنه وکړه. لکه د ایران صنعتي بېخبنا او د افغانستان معدني شتمني.
باقري د ګډو پانګونو، کاري ځواک پراختیا او د سوداګریزو خنډونو د کمولو له لارې د سوداګرۍ د پراختیا هڅې هم روښانه کړې.
دغه راز د ایران د کرنې وزیر د کرنیزو خدماتو په برخه کې د همکارۍ د زیاتولو لپاره چمتووالی څرګند کړ او د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ ته یې د ګډې کمیټې غوښتنه وکړه.
د اپریل پر لسمه په کابل کې یوې تخنیکي غونډې د تهران- کابل اقتصادي تړون په اړه پر پرمختګ بیاکتنه وکړه، چې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ، کانونو او کرنې راڅرخي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې ۸۴ سلنه زیاته شوه، چې ۳.۲ میلیارډ ډالرو ته ورسېده.
ایران د ۳.۱۴ میلیارد ډالرو پر ارزښت توکي صادر کړل، چې ډېری یې د تېلو محصولات، فولاد، خواړه او ودانیز توکې وه. په داسې حال کې، چې ایران ته د افغانستان صادرات په ټولیزه توګه خام او کرنیزې محصولات ۱۱۶ سلنه زیات شوي او ۵۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
سوداگري
د افغانستان او هند دوه اړخیزه سوداګري یو میلیارډ ډالرو ته رسېدلې
د هند د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له افغانستان څخه واردات ۶۸۹.۸۱ میلیون ډالرو ته ورسېدل، چې د تېر مالي کال پر پرتله ۷.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

د افغانستان او هند ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال کې یو میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د اقتصادي اړیکو د ودې، کرنیزو محصولاتو د وارداتو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعاملاتو له پراخېدا ښکارندویي کوي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له افغانستان څخه واردات ۶۸۹.۸۱ میلیون ډالرو ته ورسېدل، چې د تېر مالي کال پر پرتله ۷.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
دغه راز افغانستان ته د هند صادرات ۳۱۸.۹۱ میلیون ډالر ول، چې د پرلهپسې سوداګریزو تعاملاتو ښکارندویي کوي.
هند په روان مالي کال کې د افغانستان د توکو ترټولو لوی واردونکی دی.
دا د هند بازار ته لاسرسی آسانه او د هېواد هڅې منعکس کوي. په ځانګړي توګه د افغانستان د کرنیزو او وچو مېوو د صادراتو لپاره.
د بازار دې لاسرسي په افغانستان کې د پام وړ ټولنیزې-اقتصادي اغېزې لرلې دي.
د هند پرلهپسې غوښتنې افغان کروندګر هڅولي، چې اوس د بدیل کر سټراټیژیو غوره کولو ته مخه وکړي.
سربېره پردې هند د افغان صادراتو لپاره د صفر تعرفې ګټې چمتو کوي.
د تعرفې دې معافیت د ننوتلو پر وړاندې خنډونه د پام وړ کم کړي او د افغان سوداګرو په ځانګړي توګه کوچنيو بزګرانو ته یې په بهرنۍ سوداګرۍ کې د پراخ ګډون توان ورکړی او ورسره د هند بازار ته د دوی لاسرسی ښه شوی دی.
د هند بازار ته لاسرسی کولی شي افغان بزګران وهڅوي، چې د اپینو پر ځای بدیل کښت ته مخه کړي.
د اپینو بدیل کیفیت لرونکي توکي عادلانه بازارونو او مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
اوسمهال افغانستان د مخ پر زیاتېدونکي بشري بحران سره مخ دی، چې له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د پراخې جبري ایستنې له کبله نور هم زیات شوی؛ سرچینې یې تر فشار لاندې راوړي او د اقتصادي بیا رغونې او ثبات هڅې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
سوداگري
د امریکا ولسي جرګې له اسلامي امارت سره د مالي مرستو د بندولو لایحه تصویب کړه
د امریکا ولسي جرګې له اسلامي امارت سره د مالي مرستو د بندولو لپاره یوه لایحه تصویب کړه.

د امریکا استازو جرګې یوه لایحه تصویب کړه، چې له مخې یې له افغانستان سره هر ډول نغدي مرستې باید له نږدې وڅارل شي او کانګرس ته په شفاف ډول راپور ورکړ شي، چې څنګه اسلامي امارت دې مرستو ته لاسرسی ونلري.
د امریکا ولسي جرګې له اسلامي امارت سره د مالي مرستو د بندولو لپاره یوه لایحه تصویب کړه.
د امریکا د ولسي جرګې یوه غړی ويلي، چې د دې لایحې له مخې، افغانستان ته د هر ډول نغدي مرستو پروګرام او د اسلامي امارت د لاسرسي د مخنیوي څرنګوالی به راپور ورکولو ته اړتیا ولري.
د امریکا د ولسي جرګې غړی ټیم بورجټ ویلي، په لایحه کې د ځانګړې سپما صندوق او د افغانستان بانک څارنه هم شامله ده.
ټیم بورجټ وایي: ” دا لایحه پر درې اصلي مسایلو راڅرخي؛ لومړی، د طالبانو د مالي او مادي ملاتړ مخنیوی؛ دوهییم، د نغدي مرستو پروګرامونو په اړه راپور ورکول او درېیم، د افغانستان د وجهي صندوق او افغانستان بانک په اړه راپور ورکول.”
ولسي جرګې له دې هڅې وروسته، د یوې خبرپاڼې پر خپرولو د یادې جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د دې لایحې له تصویب هرکلی وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته اسلامي امارت ته د میلیونونو ډالرو نغدي مرستې د افشا کولو په غبرګون کې شوې ده.
د دې لایحې له تصویب سره به د امریکا بهرنیو چارو وزارت د داسې پروګرامونو پلي کولو ته اړ وي، چې اسلامي امارت ته د بشري مرستو د رسېدو مخه ونیسي او کانګرس ته راپور ورکړي.
اسلامي امارت د هېوادونو لخوا د بشري مرستو په بهیر کې د لاسوهنې خبره ردوي او وايي، چې دا مرستې به افغانانو ته په عادلانه ډول ووېشل شي.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري مرستو په بهیر کې لاسوهنه ردوي او وايي، چې د مرستو د وېش بهیر د اقتصاد وزارت لخوا له نږدې څارل کېږي.
دغه راز د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د دې لایحې تصویب د اسلامي امارت پر وړاندې فشار ګڼي او وايي، چې د امریکا د مرستو بندول به د افغانانو پر اقتصاد اغېز ونکړي؛ ځکه اسلامي امارت غواړي د هېواد اقتصاد له کورنیو سرچینو څخه پر ګټنې له دې حالته را ووځي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې د ډونالډ ټرمپ د نوې پرېکړې له کبله له افغانستان سره د امریکا مرستې په جدي توګه کمې شوې دي او په افغانستان کې د امریکا لخوا تمویل شوي بشري فعالیتونه ځنډول شوي او یا په بشپړه توګه درول شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په اسلام آباد کې د افغانانو په ګډون د ویزو د جعل کارۍ یوه ډله ونیول شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د کال تر پایه ممکن یو میلیون نور افغانان هم له ایران څخه هېواد ته راستانه شي
-
نړۍ2 days ago
د ټرمپ د سوداګریزو تعرفو تر سیوري لاندې مارکو روبیو خپل آسیایي سفر پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
په ټګزاس کې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۸ کسانو ته ورسېد
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
په اروپا کې د تودوخې له کبله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د چین یو خصوصي شرکت په بېلابېلو ولایتونو کې ګډ بازارونه، لارې او صنعتي پارکونه جوړوي
-
سوداگري4 days ago
د کال په لومړۍ ربعه کې افغانستان ته د ایران ناتېلي صادرات ۵۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي
-
تازه خبرونه2 days ago
په هېواد کې د اداینې د برښنایي کولو لپاره هڅې روانې دي – د افغانستان بانک