تازه خبرونه
په پاکستان او نورو هېوادونو کې دې افغانان له چمتووالي پرته ایستلو ته نه اړ کیږي – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې، چې له پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو د ایستلو ضرب الاجل پای ته رسیږي د سې شنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې غوښتي، چې له چمتووالي پرته دې افغانان په زور نه شړي، بلکې وخت دې ورکړ شي او له زغمه دې کار واخلي.
اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو د مننې تر څنګ، چې په تېرو څه باندې څلوېښت کلونو کې يې افغانانو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړی؛ وغوښتل: افغانان دې نه اړ کوي، چې له چمتووالي پرته پر زور وایستل شي. دوی ته دې وخت ورکړ شي او په دې اړه دې له زغمه کار واخلي.
دغه راز په اعلامیه کې راغلي: په کومو هېوادونو کې، چې افغانان میشت دي؛ د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نهده رامنځته کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري. له ګاونډ هېوادونو څخه غواړو، چې د اسلامي اخوت اصل ته پر پاملرنه له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.
په دې اعلامیه کې دا هم څرګنده شوې: له کومو هېوادونو څخه، چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بېرته خپل هېواد ته راستنیږي؛ د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نهلري، چې ورڅخه يې وګرزوي او یا په دې اړوند ناعادلانه او ناانصافه شرایط پرې وضع کړي.
د اعلامیې له مخې؛ هغه افغانان، چې د نورو حکومتونو د وروستیو مشکلاتو او د ځينو هېوادونو د دريځونو له کبله خپل هېواد ته پر ستنېدو اړ کیږي، باید ټول افغانان په ځانګړي توګه پانګوال او سوداګر وروڼه د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو له عالي کمیسیون سره پر همغږۍ د هغوی په رالېږدولو، ځای پر ځای کولو، سرپنا، درملنې او نورو اړوند برخو کې مرسته وکړي او هیر یې نهکړي.
دغه راز په ډاګه شوې، چې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې اسلامي نظام، سرتاسري امنیت، واحده رهبري او د افغانانو ترمنځ د ورورۍ فضا رامنځته شوې؛ د ټولو راستنیدونکیو مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې په ډېر اخلاص او پوره پاملرنه د خپلو مهاجرینو په خدمت کې هلې ځلې وکړي، چې د خپلو ځانګړیو امکاناتو په چوکات کې د را ستنیدونکیو مهاجرینو ښه خدمت وشي.
همدارنګه ټینګار شوی، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او نور اړوند وزارتونه او ادارې دې راستنېدونکیو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
اسلامي امارت هغو هېوادوالو ته، چې د سیاسي اندېښنو له کبله له هېواده وتلي د بېرته راستنېدو ډاډ ورکوي او څرګندوي، چې په خپل هېواد کې ډې د هوسا ژوندانه شرایط برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره یوه دولس کسیز کمیسیون جوړ کړی او په سرحدي سیمو کې یې خپلې چارې هم پیل کړې دي.
تازه خبرونه
په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سېشنبه د سلواغې دوهیمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ويلي، چې په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سېشنبه د سلواغې دوهیمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
محمد اکبر حقاني وايي: "دغه چینایي وګړی له خپل ژباړونکی سره پرته له دې، چې دفتر او د دفتر امنیتي چارواکي خبر کړی؛ پر نامعلوم لوري روان شوي دي. له بده مرغه چینایي وګړی د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی."
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د نوموړي ژباړونکي ته زیان ندی رسیدلی.
حقاني ويلي، چې پوليسو په دې اړه خپلې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.
د راپورونو له مخې، چینایي وګړي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.
تازه خبرونه
تحول: د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
-
تازه خبرونه3 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
تازه خبرونه1 day ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه1 day ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ1 day ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
-
نړۍ10 hours ago
مونږ اوس په امریکا کې یوازې د نرینه او ښځې دوه جنسیتونه لرو- ټرمپ