تازه خبرونه
په پاکستان کې د افغان کمپ د چت د نړېدو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
چارواکو ویلي، چې د شګو او جغل څخه جوړ د شوي چت له نړېدو وروسته لس کسان تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.
پولیسو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د شنبې پر شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تر کار لاندې کور د چت راپرېوتو له کبله ۶ نجونې مړې شوي او څلور نور کسان ټپیان دي.
چارواکو ویلي، چې د شګو او جغل څخه جوړ د شوي چت له نړېدو وروسته لس کسان تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.
د شهید عباسي روغتون ډاکټرانو تائید کړې، چې له ۳ څخه تر ۱۵ کلونو پورې شپږ نجونې وژل شوي او د کورنۍ څلور نور غړي د یو ۴۰ کلن او یو درې کلن هلک په ګډون ټپیان شوي دي.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د سند اعلی وزیر مراد علي شاه پدې غمجنې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې؛ د پېښې د قربانیانو لپاره یې دعا کړې او غمجنو کورنیو ته یې خواخوږي وړاندې کړې ده.
چارواکو د را غورځېدلي چت په اړه پلټنې پیل کړې دي. دا پداسې حال کې ده، چې د ژغورنې ډلې د ویجاړیو پاکولو ته دوام ورکوي.