سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ګډ میکانیزم جوړولو هڅه کوي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن( یکشنبه د وري نهمه) د عربستان، ترکیې او مصر بهرنیو چارو وزیران د ایران د جګړې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره  په اسلام‌آباد کې دوه ورځنۍ ناسته ترسره کړي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ګډ میکانیزم جوړولو هڅه کوي.

هغه زیاته کړې، چې دا غونډه به د خبرو اترو ممکنه لار او د جګړې د وضعیت په اړه د څلورو هېوادونو ارزونه هم وارزوي.

راپورونه ښیي، چې دې هېوادونو له تېرو اوونیو راپدېخوا د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کړې ده. پاکستان هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او څرګندوي، چې کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب وکړي.

دغه راز ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره خبرې اترې «ښې روانې دي» خو ایراني چارواکو له امریکا سره د داسې خبرو اترو ترسره کول رد کړي دي.

کارپوهانو ويلي، چې د جګړې دوام کولی شي د هرمز تنګي په ګډون د نړۍ انرژۍ او سوداګرۍ لارو ته پوره ګواښ رامنځته کړي.

ویل کیږي، چې ایران د امریکا ۱۵ ماده‌ییز وړاندیز په پام کې نیسي. که څه هم ځینو ایراني چارواکو دا طرحه”یوه اړخیزه او غیر عادلانه” بللی ده.

Trending

Exit mobile version