سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي

د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

Published

on

په پاکستان کې د مالونو لېږدوونکو او د تېلو ټانکرونو ټولنو اعلان کړی، چې له حکومت سره د خبرو له ناکامېدا وروسته به د شنبې له ورځې سراسري اعتصاب پیل کړي.

د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

هغه ویلي، د مالونو لېږدوونکي، د خوراکي توکو او تېلو ټانکرونه، لارۍ، ټریلرونه او نور د ښارونو ترمنځ د مالونو لېږدوونکي موټرونه به خپل خدمات ودروي.

د چودري د څرګندونو له مخې، دا به یوازې سمبولیک اعتصاب نه‌وي، بلکې تر هغې به روان وي، چې د لېږدوونکو غوښتنې ونه منل شي.

هغه زیاته کړې، چې د مالونو لېږدوونکي موټرونه له مخکې له سړکونو ایستل شوي او په ټاکل شویو ځایونو کې درول شوي دي.

د دغو ټولنو له مهمو غوښتنو څخه په ټول پاکستان کې د موټرو د محورونو د وزن د محدودیتونو یو شان پلي کول، د ډیزلو او سړکونو د مالیاتو کمول او د تکلیفي مالیې کمول دي.

لېږدوونکي همدارنګه د موټرو د ضبط په اړه د ګمرکي ځینو مقرراتو د لغوه کولو، پر سوداګریزو موټرو د جریمو د محدودولو او د درندو موټرو د موټرچلوونکو د جوازونو د ورکړې د بهیر د آسانه کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان د اړیکو وزیر ژمنه کړې، چې د لېږدوونکو غوښتنې به وڅېړي او د خبرو بل پړاو به د دوشنبې پر سهار ترسره شي.

د لېږدوونکو ټولنې ټینګار کړی، چې تر هوکړې پورې به اعتصاب کوي.

دغه اقدام ښايي په ټول پاکستان کې د مالونو لېږد او سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.

Trending

Exit mobile version