سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د چاودنې له کبله ۳۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شینهوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.
د پاکستان رسنیو او چارواکو ويلي؛ د پاکستان په سوېل لویديځ بلوچستان ايالت کې د شنبې پر ورځ په يوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شینهوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.
په ځايي راپورونو کې ویل شوي، په برید کې یو لوړ پوړی پولیس افسر او د هغه د کورنۍ غړي ټپیان دي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ د ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې د برید پړه منلې؛ خو پاکستاني چارواکو د برید پخلی ندی کړی.