تازه خبرونه
په پاکستان کې د ډبرو سکرو د یوه افغان کارګر سر پرې شوی مړی موندل شوی
د پاکستان دان ورځپاڼې د دوشنبې پر ورځ د دغه هېواد د چارواکو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د بلوچستان د دوکې په اړوند سیمه کې د سکرو د یوه افغان کان کېندونکي سر پرې شوی مړی موندل شوی دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د سيمې د اوسیدونکیو له خبرتیا وروسته د پوليسو يوه ډله اړوند سیمې ته رسېدلې او وژل شوی افغان یې د دوکې روغتون ته لېږدولی دی.
وژل شوی افغان سیف الله نومیږي، چې د ډبرو سکرو په یوه کان کې یې کار کاوه؛ پښې او لاسونه یې شاته تړل شوي وه.
پولیسو ویلي، چې دغه مړی د مالیزي د ډبرو سکرو په کان کې موندل شوی دی.
د پولیسو یوه لوړپوړي افسر ویلي: مونږ د دغې غمجنې وژنې په اړه څېړنې پیل کړې دي.