سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې له موټر بم چاودنو لږ تر لږه ۶۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

له دې برید څو ساعته وروسته د حافظ ګل بهادر پر مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلې جیش الفرسان ډلې د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست.

Published

on

په پاکستان کې پر یوه پوځي اډه د چاودنو له کبله لږ تر لږه د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي، پېنځه سرتېري او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۱۶ وسلوال بریدګر وژل شوي او شاوخوا ۳۰ ملکي وګړي ټپیان، چې روغتون ته وړل شوي دي.

له دې برید څو ساعته وروسته د حافظ ګل بهادر پر مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلې جیش الفرسان ډلې د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست.

د چارشنبې پر ورځ د کب پېنځلسمه پاکستانيو رسنیو راپور ورکړ، چې د کب پر څوارلسمه ماښام مهال، وسلوالو د پاکستان د شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ښار کې پر یوه پوځي سیمه وسلوال برید وکړ او دوه موټر بمونو ته یې چاودنه ورکړه.

دا برید د چارشنبې پر ماښام د روژه ماتي له مراسمو څو شېبې وروسته وشو، چې په کې دوه ځانمرګو بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټرونه د ملکي استوګنځيو مخې ته وچول.

په دې سیمه کې له دې مخکې هم بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې د نورو عملیاتو ترسره کولو مخینه هم لري.

تېره اوونۍ له ورته بریدونو وروسته د پاکستان امنیتي سرچینو راپور ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا پر یوه اډه په برید کې څلور پوځيان ووژل شول.

د سلواغې پر شپږویشتمه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ کان کېندونکي وژل شوي وه.

Trending

Exit mobile version