سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې چاودنې ۱۱ کسان ووژل
د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ د یکشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې، چې پخوا تويتر و؛ څرګنده کړې، د پاکستان په شمال لويديځ کې د وسلهوالو له بريده يوولس کارګران وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په شمالي ایالت کې امنیتي او پولیس چارواکو ويلي؛ پر لاس د جوړ شوي بم چاودنې د وزیرستان د یوې ودانیزې پروژې د کارګرانو د لېږدولو یو موټر پر نښه کړی.
د شمالي وزیرستان د کمشنرۍ مرستیال ریحان خټک رویترز ته ویلي؛ هغوی د پوځ په یوه پوسته، چې د جوړېدو په حال کې ده؛ کار کاوه … چې پر لېږدېدونکي موټر یې بم چاودنه وکړه.
سمدستي کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نهده اخيستې.
په پاکستان کې له تېر کال راپدیخوا، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او حکومت تر منځ اوربند مات شو؛ د اورپکو لخوا پر حکومتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.
د داعش په ګډون نورو ډلو هم د ځینو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې، چې یوه بېلګه یې تېره میاشت په خیبر پښتونخوا کې د یوې مذهبي ډلې پر سیاسي ناستې چاودنې ۴۵ کسان وژلي وه.